CRI Online

اروپايي ټولنې پر فولادي او اوسپنيزو وارداتو د لنډمهالي ساتنې تدبير د نيولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 10:56:30
اروپايي ټولنې پر فولادي او اوسپنيزو وارداتو د لنډمهالي ساتنې تدبير د نيولو اعلان وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اروپايي کميسيون د جولای په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې پر ځينو فولادي او اوسپنيزو وارداتو به د لنډمهالي ساتنې تدبير ونيسي.

اروپايي کميسيون په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا د ګمرکي تعرفو لوړولو تګلارې له امله به اروپايي ټولنې ته د نورو هېوادونو د فولادي او اوسپنيزو توليداتو د واردولو د مخنيوي لپاره ياد تدبير د جولای په ۱۹مه نېټه نافذ شي، خو عنعنوي فولادي او اوسپنيز توکي په دې برخه کې شامل نه دي.

په اعلاميه کې راغلي، د لنډمهالي ساتنې تدبير د ۲۳ ډولونو په فولادي او اوسپنيزو توليداتو پورې اړه لري او د تعرفو ونډې به ترسره شي. که د دغو ۲۳ ډولونو فولادي او اوسپنيزو توليداتو وارداتي اندازه د تېرو ۳ کلونو له منځنۍ اندازې نه زياته شي، نو پر دغو وارداتو تعرفې به ۲۵ سلنه شي. دغو وارداتو ته د تعرفو ونډې په نوبتي توګه ورکول کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای