د چين د خبري اژانس ويبپانې خبر ورکړ، د جولای په ۱۸مه نېټه د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې د کاني چارو د همکارۍ غونډه د شينجيانګ په ارومچي ښار کې ترسره شوه، د چين، قرغزستان او قزاقستان اړوندو حکومتي ارګانونو او تصديو چې په دې غونډه کې ګډون کړی، په ګډه د کاني چارو د همکارۍ اعلاميه خپره کړه او اړوند تړون يې هم لاسليک کړ.
په دې اعلاميه کې راغلي، بېلا بېلې خواوې موافقې ته رسېدلې چې په راتلونکې کې به د سرچينو او توليدي توان په برخه کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي تر څو د شين او دوامدار پرمختګ وهڅوي. دوی به په تېره بيا د سرچينو، انرژۍ، د تجهيزاتو جوړونې، د اړوندو تکنالوژۍ او خدمت په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، تل به د ګډو ګټو او عدالت پر اصولو ټينګار وکړي، ګډې نظريې به پلې کړي او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او سيمو د اقتصادي پرمختګ لپاره به کوښښونه ترسره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |