د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د پارلمان تر ۱۴۰ زياتو غړو د جولای په ۱۸ مه نېټه د دغه هېواد له حکومت څخه وغوښتل چې د واردېدونکو موټرو او پرزو په اړه له " ۲۳۲ پلټنې "څخه دې لاس واخلي او څرګنده يې کړه چې پر دغو موټرو او پرزو به د ګمرکي تعرفو لوړتيا د امريکا د اقتصاد پر خوندېتوب سختې منفي اغېزې ولري.
د امريکا دغو پارلماني غړو په همدې ورځ د دغه هېواد د سوداګرۍ وزير ويلبور روس ته په پيغام کې وويل، دا چې د امريکا د موټرو چارې د ټېکدارانو د لويې شبکې په اتکا موټرونه توليدوي، د سوداګرو د شبکې په اتکا موټرونه پلوري او له پلورلو وروسته د خدمتدارۍ په اتکا د موټرو د ترميم او د پرزو د تبادلې خدمت برابروي، نو پر واردېدونکو موټرو او پرزو د ګمرکي تعرفو لوړول او نور سوداګريز بنديزونه به د امريکا د موټرو چارو ته زيانونه ورسوي.
هغوی پدې نظر وو چې واردېدونکي موټر او پرزې د امريکا د ملي امنيت ته ګواښونه نه پېښوي، خو پر دغو توليداتو سوداګريز بنديزونه به د امريکا اقتصادي خونديتوب کمزوری کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |