د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امريکا څو ورځې مخکې پر فولادي او المونيمو وارداتو د ۲۳۲نمبر تدبير نيولی، بيا وروسته چين د دې تدبير په وړاندې خپل مقابلوي تدبيرونه غوره کړي. امريکا د چين تدبيرونه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د شخړې د حلولو ميکانيزم ته وړاندې کړل. د چين د سوداګرۍ وزارت اړوند مسئول د جولای په ۱۸مه نېټه په دې اړه وويل، د چين تدبيرونه عادي دي او د سوداګرۍ له څواړخيزو مقرراتو سره سمون خوري. امريکا بايد ژر تر ژره د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له مقرراتو څخه سرغړوونکي تدبيرونه ختم کړي.
ياد مسئول دې ته اشاره وکړه، د امريکا د ۲۳۲ نمبر تدبير د دولتي خونديتوب په پلمه د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه ده، دا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د ډېرو غړو ګډ نظر دی. د امريکا دغه تدبير د سوداګرۍ څواړخيز مقررات سخت خراب کړي او د چين په شمول د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د ډېرو غړو ګټو ته يې زيانونه رسولي دي. چين له امريکا څخه د جبران غوښتنه کړې، خو امريکا چين ته هېڅ ځواب نه دی کړی. چين اړ شو چې مقابلوي تدبيرونه خپل کړي چې د امريکا د ۲۳۲ تدبير له امله رامنځته شوي زيانونه کم کړي او خپل قانوني حقونه وساتي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |