CRI Online

کريستين لګاردي د شلو هېوادونو له ډلې څخه وغوښتل چې د نړيوال سوداګريز سيستم د ښه والي لپاره دې څواړخيز پلان جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 15:14:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيسو د نړيوال صندوق سازمان مشرې کريستين لګاردي د جولای په ۱۸ مه نېټه د شلو هېوادونو ډلې د تګلارې له جوړونکو څخه وغوښتل چې د ګمرکي مالياتو په اړه دې د غوچ اخيستونکو تدبيرونو مخه ونيسي، د نړيوال سوداګريز سيستم د ښه والي لپاره دې څواړخيز پلان جوړ کړي.

نوموړي په همدې ورځ د پيسو نړيوال صندوق سازمان په رسمي ويبپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، چې دغه سازمان په تېر اپريل کې خبرداری ورکړی و چې د سوداګرۍ ساتونکي تدبيرونه به نړيوال اقتصاد زيانمن کړي، خو له بده مرغه دغه قضاوت رښتينی شو. د اروپا او اسيا په اړه اړونده تازه شمېرنه ښيي چې نوي صادراتي فرمايشونه کم شوي او د جرمني په شمول د موټر صادرونکو هېوادونو باور کم شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای