د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو اسهامو د دولتي ادارې وياندې وانګ چون ينګ د جولای په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او بهر ترمنځ د سرمايو تګ راتګ عموماً ثابت وو او په کور کې د بهرنيو اسهامو په بازار کې تقضا او عرضه په بنسټيزه توګه برابره وه.
مېرمن وانګ وويل، په لومړۍ نيمايي کې چين کې د بهرنيو اسهامو زېرمه ثابته وه. د تېر جون تر پايه پورې، دغه زېرمه درې زره يوسلو دوولس مليارډه او سل مليونه امريکايي ډالره وه چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال د پای په پرتله ۲۷.۸ مليارډه ډالره کم شو. د شمېر د کمېدو عمده لامونه د پيسو د تبادلوي ارزښت او د سرمايو بيې بدلون او داسې نور دي. له دې نه پرته، سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د بهرنيو اسهامو په بازار کې تقضا او عرضه برابره وه، په بازار کې د بهرنيو اسهامو د لرلو غوښتنې کمې شوې، د بهرنيو اسهامو د پلورلو اندازه لوړه او د اخيستلو اندازه يې ټيټه شوې ده، د تصديو لخوا د بهرنيو اسهامو د راغونډېدو اندازه عموماً ثابته وه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |