CRI Online

اصلاحاتو او ورخلاصون د چين د بشري چارو د پرمختګ لپاره نننی خوځنده ځواک برابر کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 15:30:53

د چين د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې او د هوبۍ ولايت د کمونېست ګوند د تبليغاتو څانګې په کوربه توب د جولای په ۱۸مه نېټه په وو هان ښار کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په رڼا کې د چين د بشري چارو د پرمختګ سمينار تر سره شو.برخوال په دې اند دي چې اصلاحات او ورخلاصون په نوې زمانه کې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د خلکو له خوا تر سره کېدونکی نوی انقلاب دی او په اوسنۍ زمانه کې د چين برخليک په اړه کليدي غوره والی هم دی.د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلې کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند او حکومت د بشري حقونو د معمولي اصولو او د مشخصاتو د يو ځای کېدو له لارې په اصلاحاتو کې دغه حقونه تامين کړي او په ورخلاصون کې يې يادو حقونو ته پرمختګ ور کړی چې د چين بشري چارو پرمختيا موندلې ده.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې غړي او د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې مرستيال مسئول شو شيان مينګ د دې سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰ مې کاليزې سره برابر دی .د ياد سمينار موخه د دې تګلارې د غوره کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د بشري چارو په ابادۍ کې د تجربو راغونډول دي . د ده په اند له ۴۰ کلونو راهيسې د دې چارو د ابادۍ په څلورو برخو کې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. هغه وويل(اواز............) لومړی بشري تيوری او مفکوره جوړه شوې چې په ټړله ټولنه کې د خلکو بشري افکار هم ټينګ شوي دي.زما په اند دا زمونږ تر تولو لويه لاسته راوړنه ده چې اصل يې د بشري حقونو په اړه د رئيس شي جين پينګ يو لړ څرګندونې دي چې دا د بشري تيورۍ کليدي برخه هم ده.دوهمه لاسته راوړنه زمونږ بشري نظامونه دي. د اساسي قانون په رڼا کې د بشري حقونو د ساتلو لپاره ډېر نظامونه جوړ شوي چې په دې برخه کې د چين ځانګړی سيستم هم لا بشپړ شوی دی.درېيمه لاسته راوړنه د دې حقونو له اجرا کېدو سره تړاو لري .د بېلګي په توګه په تېرو ۴۰ کلونو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زمونږ خدمتي انډول په نړۍ کې په سلو کې له اويا برخې څخه اوښتی او له بې وزلۍ څخه د ژغورل شويو کسانو شمېر شاوخوا اته سوه مليونو تنو ته رسيدلی چې له امله يې ګرد چيني ملت له بې وزليتوب څخه ځان وژغوري.څلورمه لاسته راوړنه د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د نظريو له تبادلې او د خلکو لپاره د چيني بشري چارو له خدمتونو سره اړيکې لري.د مثال په توګه د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ په ژنيو کې د اسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په هکله وړانديز وکړ چې د م م په اړوند سند کې ليکل شوی دی.نو ويل کيږي چې مونږ د بشري پرمختګ په ځانګړی لور روان يو.

د چين د نان کاې په نوم د پوهنتون د بشري حقونو د څېړنيز مرکز مشر چانګ جيان وويل چې اوس په چين کې د بشري چارو پرمختګ نه يوازې له بهرنيو فشارونو سره مخ دی بلکې ننني خوځنده ځواک هم لري .د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلن بهير څخه ښاري چې اصلاحات او ورخلاصون د چين د بشري چارو د پرمختګ لپاره نننی خوځنده ځواک برابر کړی دی.هغه وويل(اواز............) چين د بشري حقونو د ضمانت په برخه کې نننی خوځنده ځواک لري چې د اقتصادي نظام له اصلاحاتو او نړيوال پرانيستي تګ راتګ څخه تر لاسه شوی دی.اوس د چين د اقتصادي نظام اصلاحات له پلانيز اقتصادي نظام څخه پر سوسياليستي بازاري اقتصادي نظام بدل شوی چې پر ټولنيز معياري سيستم يې اغيزه کړې ده.

د ده په اند په همدې وجه ده چې اصلاحات او ورخلاصون د چين د بشري چارو د پرمختګ لپاره داخلي خوځنده ځواک برابر کړی ، د دې چارو پرمختيايي لاسته راوړنې تامين شوې دي.هغه پردې ټينګار وکړ چې يوازې زمونږ حکومت اصلاحاتو او ورخلاصون ته دوام ور کړي او د سوسياليستي بازاري اقتصادي نظام پر پلې کولو ټينګار وکړي، د چين بشري چارې به په پر له پسې توګه پرمختګ ومومي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای