د جولای په ۱۷ مه نېټه په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو د څلويښتمې کليزې يادغونډه او د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د مطالعې کتاب د خپرېدو ناسته په بېجينګ کې ترسره شوه او يو شمېر بهرنيو رسنيو په دې هکله خبرونه ورکړل.
د جولای له ۱۷ مې تر ۱۸ مې نېټې پورې د روسيې د حکومتي ورځپاڼې روسيان ويبپاڼې، د روسيې د سيبريا خبري ويبپاڼې،د لاوس ملي خبري اژانس پتحيدلاو او د لاوس د ګوندي ورځپاڼې پاساکسون د دغې ناستې په اړه خبرونه خپاره کړل.د فرانسې LCFراډيو،د هسپانيا نويوالې راډيو، د البانيا ملي تلويزيون ، د پورتګال اريس راډيو او د پورتګال د ايبريا ميډيال ګروپ په شمول يو شمېر بهرنيو رسنيو په ويبپاڼو يا د فېسبوک په خپلو پاڼو کې د دغې ناستې په اړه خبرونه خپاره کړل، دغه راز د هند د ډېنيک ساويرا ټايمز ورځپاڼې، د پاکستان د چين ـ پاکستان دوستي راډيو او د قزاقيستان د سوداګرۍ ورځپاڼې په شمول يو شمېر بهرنيو رسنيو په خپلو ورځپاڼو يا ويبپاڼو کې هم دغو خبرونو ته ځايونه ورکړل.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |