CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د ډله ييزو وژونکو وسلو د نه خپرېدو په برخه کې د ليدو وړ کوښښونه او خدمتونه کړي دي او کوي يې.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 17:48:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په نولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين د ډله ييزو وژونکو وسلو د نه خپرېدو په برخه کې مثبت کوښښونه او مهم خدمتونه کړي دي او کوي يې چې دا د ټولې نړۍ د ليدو وړ دي. په دې برخه کې پر چين د امريکا د ځينو چارواکو نيوکې او تورونه بې دليله او بې مسؤلانه دي، نو چين ورسره ټينګ مخالفت کوي.

د معلوماتو له مخې، د نړيوال امنيت او د وسلو د نه خپرېدو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال څو ورځې مخکې څرګنده کړې چې چين په قصدي توګه د امريکا د صادراتي کنترول تګلاره ردوي، د ملکي ذروي همکاريو له لارې په قانوني او غير قانوني ډول د امريکا عصري تخنيکونه اخلي او د ملکي او پوځي چارو د تبادلې له لارې يې په پوځي چارو کې کاروي، تر څو د لويو هېوادونو په سياليو کې غوره والی او امتياز ونيسي. هوا چون ينګ په دې اړه وويل، چې چين په ټينګار سره د ډله ييزو وژونکو وسلو او اړوندو ترانسپورتي وسيلو سره مخالفت کوي او تل د دغو وسلو د نه خپرېدو دندې او خپلې ژمنې عملي کوي. چين په پوره توګه د امنيت شورا اړوند پريکړه ليکونه عملي کوي او په مثبته توګه د دغو وسلو د نه خپرېدو په پروسه کې برخمن دی. په تېرو څو کلونو کې چين په ډېره مسؤلانه رويه ګام په ګام د دغو وسلو د نه خپرېدو سيستم او د صادراتو د کنترول سيستم بشپړ کړی دی. هم د چين په دننه کې د دغو وسلو د ادارې او هم د دغو وسلو د صادراتو په برخو کې د چين حکومت جدي اداري تدبيرونه نيولي دي او نيسي يې، څو چې اړوند قوانين او قواعد په مؤثره توګه عملي شي. چين د دغو وسلو د نه خپرېدو د نړيوال سيستم د ساتلو او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او امنيت د ساتلو لپاره مثبت کوښښونه او مهم خدمتونه کړي دي او کوي يې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای