CRI Online

د چين خارجه وزارت: د امريکا د اړوند چارواکي نيوکې تور ته سپين او سپين ته تور ويل دي او د حيرانتيا وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 17:52:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۹مه نېټه په بيجينګ کې وويل چې چين له امريکا سره په اقتصادي او سوداګريز اصطکاک کې تلپاتې څرګند دريځ لري. له پيل څخه مو د دغه سوداګريز جنګ د نه کولو او هم نه ويريدلو پر دريځ ټينګار کړی دی. د امريکا اړوند چارواکي پر چين داسې انتقاد کړی چې بيخي تور ته يې سپين او سپين ته يې تور ويلي چې دا د حيرانتيا وړ دی.

د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼي د دولتي اقتصادي کميټې منشي لاري کودلو ويلي چې امريکا او چين د سوداګريزو توپيرونو د حلولو په هکله ګډې نظريې نه دي تر لاسه کړي او دا چين پورې اړونديږي. اوس يوازي په دې شرطه چې چين د خوښې وړ لايحه وښيي، امريکا له چين څخه د واردوونکو توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له تګلارو څخه لاس واخلي. د امريکا د دغه خبر په هکله وياندې هوا چون ينګ وويل چې چين تل د خبرو اترو له لارې د توپيرونو حلولو لپاره ډېر صميميت او زغمونه ښودلي او د سوداګريز اصطکاک د مخنيوي لپاره يې تر وسي پوري کوښښ کړی دی. د چين او امريکا تر منځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته پاملرنه کوونکي د خبري رسنيو له لارې د دغې پيښې د بدلون د ټول بهير په هکله مالومات لري. په اصل کې امريکا هميشه خپله نظريه بدلوي او د ټولې نړۍ لخوا پيژندل شوې ده، خو د امريکا اړوند چارواکي د ټولې نړۍ د خلکو پر وړاندې سپين ته تور وايي او تور ته سپين وايي چې دا د عادي خلکو له اټکل څخه وتلې خبره ده او د حيرانتيا وړ دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای