CRI Online

شي جين پينګ د بي جی د ازمويښتي سيمې د کارولو لارښوونه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 17:55:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ څو ورځې مخکې د ګوي جو ولايت د بي جی د ازمويښتي سيمې د کارولو مهمه لارښوونه وکړه او ويې ويل چې له دېرشو کلونو راهيسې، په بي جی ازمويښتي سيمه کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون تر کلکې لارښوونې لاندې د ټولنې د بېلا بېلو ساحو د ملاتړ په رڼا کې د چارواکو او خلکو د ګډو کوښښونو پر بنسټ ستر او غټ بدلونونه رامنځته شوي دي چې دغه سيمه له بې وزلۍ څخه د وتلو په اړه يوه نمونه ګرځېدلې ده. په دې بهير کې د هېواد د يووالي جبهې او ليکې ډېر خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې اوسمهال تر ۲۰۲۰م کال پورې چې له دريو کلونو څخه کم وخت پاتې دی. د پلان له مخې به تر ۲۰۲۰ م کاله پورې په چين کې په هره ساحه کې شتمنۍ ټولنه جوړه شي. اړوندې خواوې بايد په وخت له بې وزلۍ څخه د بي جی ازمويښتي سيمې د وتلو لپاره جدي او مؤثر کارونه وکړي. دغه راز، اړوندې خواوې بايد له دايمي لحاظه مخکښ پلان طرحه کړي او بايد دغه پلان تر ۲۰۲۰م کال وروسته د کليو د سمسورتيا له ستراتېژۍ سره ونښلوي. د شنه پرمختګ، د استعداد لرونکو کسانو د پياوړتيا او د نظامونو او تګلارو د نوښت له لوري د نويو مفکورو د عملي کولو په اړه د نمونې په توګه د بي جې ازمويښتي سيمه اباده کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای