CRI Online

د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د شي جين پينګ مفکوره په نوې زمانه کې د چين د پرمختګ نوې لارښوونه ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 20:47:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د څيړنې په نوم کتاب چې په دغه کتاب کې نوې زمانه کې د شي جين پينګ د يادې مفکورې او د چين د پرمختګ ترمنځ اړيکې پيژندل شوي، څو ورځې مخکې چاپ شو او د عامو افکارو پاملرنې او ستاينې يې تر لاسه کړې دي. د څيړونکو په اند، په ۱۹۷۸م کال کې د چين دروازه خلاصه شوه چې له هغه وخته څلوېښت کاله تېر شوي دي، نو د دغه کتاب چاپېدل په وخت او مناسب دي. په چين کې د اصلاحاتو د ژورېدو لپاره په کليدي وخت کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د شي جين پينګ مفکوره د چين د راتلونکي پرمختګ مهمه فکري لارښوونه ده. شي جين پينګ په نوې زمانه کې د چين د پرمختيايي نقشې عمومي طرحه کوونکی ګرځېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه کتاب د چين د ولسي مطبعې لخوا چاپ شوی او په چين کې لومړی کتاب دی چې د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي شي جين پينګ د مفکورې په اړه ليکل شوی دی. په دغه کتاب کې درې لکه او پنځوس زره کلمې شته او په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د شي جين پينګ فکري سيستم پکې تحليل شوی او خلکو سره شريک شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای