CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: د چين په هکله د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سوداګريزې تګلارې اوومه څارنه بريالې شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 21:09:40

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د جولای په ۱۹مه نېټه وويل چې د چين په هکله د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سوداګريزې تګلارې اوومه څارنه تازه په ژنيو کې په بريالۍ توګه پای ته ورسيده.

ګاو فنګ په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيو دغې څارنې ته ډېره پاملرنه کړې او په دغه غونډه کې د دغه سازمان اوياوو غړيو ويناوې وکړې چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په تاريخ کې يې د څارنې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای