د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د جولای په ۱۹مه نېټه وويل، د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دولتي امنيتي چارو په اړه د ولسمشر له سلاکار جان بولټن څخه غوښتنه کړې وه چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ته بلنه وکړي چې په سږني مني کې امريکا ته سفر وکړي.
د سپينې ماڼۍ وياند سارا سندرز په همدې ورځ په ټولنيز رسنۍ کې خبر خپور کړ چې د فنلند په پلازمېنه هلسينکي کې د ټرمپ او پوتين ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې ټرمپ موافقه وکړه چې د دواړو خواوو د دولتي امنيتي ساتونکو ډلې کاري ديالوګ ته دوام ورکړي. هغه د دولتي امنيتي چارو په اړه د ولسمشر له سلاکار جان بولټن څخه غوښتنه کړې وه چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ته بلنه وکړي چې په سږني مني کې امريکا ته سفر وکړي. اوس اړوند کارونه د سلامشورې په حال کې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |