CRI Online

شي جين پينګ له عربي متحده اماراتو څخه رسمي ليدنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 10:21:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۹مه نېټه په خپله ځانګړې الوتکه کې د عربي متحده اماراتو پلازمينې ابوظبي ته ورسيد او له دې هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.پر ځايي وخت تر غرمې وروسته په پنځو بجو او څلوېښتو دقيقو دغه الوتکه د دې هېواد د ۱۲ جنګي الوتکو تر بدرګې لاندې د ابوظبي ولسمشرۍ هوايي ډګر ته ورسيدله.د دغه هېواد مرستيال ولسمشر او صدراعظم محمد بن رشيد المکتوم او وليعهدمحمد په هوايي ډګر کې د رئيس شي جين پينګ او د ده د مېرمنې د راتګ لپاره د هر کلي مراسم تر سره کړل.

شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د عربي متحده اماراتو حکومت او خلکو ته نيکې هيلې او سلامونه وويل او په خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۴ کلونو راهيسې د متقابل درناوي او مساواتو پر بنسټ دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو ساحو کې همکاريزې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.عربي متحده امارات زما د دغه سفر لومړی تمځای دی او د چين د دولت رئيس په توګه تر بيا ټاکل کېدو وروسته زما د سفر لومړی هېواد هم دی .له دې څخه ښکاري چې چين له عربي متحده اماراتو سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

د ياد هېواد مرستيال ولسمشر او صدراعظم محمد بن رشيد المکتوم او وليعهد محمد خپل هېواد ته د رئيس شي جين پينګ رسمي سفر تود هر کلی وکړ او ويې ويل چې رئيس شي جين پينګ د عربي متحده اماراتو خلکو ښه دوست او ملګری دی . باور لري چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګټور وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای