CRI Online

په اسرائيلي پارلمان کې د يهوديانو ملي قانوني مسوده تصويب شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 10:24:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای په ۱۹مه نېټه د اسرائيلو په پارلمان کې د يهوديانو ملي قانوني مسوده تصويب شوه چې له مخې يې په دې هېواد کې يهودي ملت د پرېکړه کولو حق لري.فلسطين د اسرائيلو دغه کړنه وغندله او ويې ويل چې دغه قانوني مسوده د نژاد پرست رژيم رنګ لري او د فلسطينيانو پر حقونو تيری هم دي.

د دې مسودې له مخې اسرائيل د يهوديانو هېواد دی چې پکې يهوديان په ځانګړې توګه د پرېکړه کولو حق لري. د دې ترڅنګ په دې سوده کې ليکل شوې چې بشپړ او واحد بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينه ده او عبري ژبه د دې هېواد رسمي ژبه ده او يهودي جنتري رسمي جنتري ګڼل کيږي.په دې مسوده کې هم راغلي چې د يهوديانو استوګنځايونو جوړونه د اسرائيلو له دولتي ګټو سره تړاو لري ، نو د دې لپاره به هڅوونکې تګلاره پلې شي.

د دې مسودې په هکله نه يوازې عربي الاصله پارلماني غړو بلکې د مخالف ګوند ځينو پارلماني غړو هم مخالفت وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای