د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د برېکس هېوادونو د خبري رسنيو درېيم لوړپوړی فورم د جولای په ۱۹مه نېټه د جنوبي افريقا په کېپتون ښار کې پای ته ورسېد، د برېکس د پنځو غړو هېوادونو د خبري رسنيو ارګانونو استازو د خپلمنځي تبادلې او همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې او د بريکس هېوادونو د خبري رسنيو د لوړپوړي فورم عملي پلان (۲۰۱۸-۲۰۱۹) يې تصويب کړ.
دغه فورم د چين د سين هوا اژانس او د جنوبي افريقا د خپلواکو رسنيو شرکت لخوا په ګډه کوربه شو او بريکس د پنځو غړو هېوادونو او نورو افريقايي هېوادونو د ۴۸ عمده رسنيو مسئولانو په دې فورم کې ګډون وکړ. د دې فورم عنوان په نړۍ کې د منونکي او عادلانه نظام د جوړېدو په وخت کې د رسنيو همکارۍ پياوړتيا ده، ګډون کوونکو د رسنيو د هويت او دندې، د بريکس هېوادونو د نوې ډول رسنيو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د بريکس هېوادونو رسنۍ او د څلورم ځل صنعتي انقلاب په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله ژور بحثونه کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |