CRI Online

د روندا ولسمشر خپل هېواد ته د شي جين پينګ سفر ته تمه څرګنده کړه او د بشري ګډ برخليک ټولنې د مفکورې او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز لوړه ستاينه يې وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 11:53:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې حال کې چې د روندا له جمهوريت څخه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ رسمي ليدنه شروع شي، د دغه هېواد ولسمشر پاول کاګامي د جولای په اوولسمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه کيګالي کې له چيني خبري رسنيو سره يوه ګډه مرکه وکړه. په دغه مرکه کې يې روندا ته د شي جين پينګ سفر ته تمه څرګنده کړه، په هره ساحه کې يې د دوه اړخيزو همکاريو لوړه ستاينه وکړه او د بشري ګډ برخليک ټولنې د مفکورې او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز لوړه ارزونه يې هم وکړه.

د معلوماتو له مخې، د روندا د ولسمشر پاول کاګامي په بلنه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای له دوه ويشتمې نېټې څخه تر درويشتمې نيټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړي. دا به په تاريخ کې له دغه هېواد څخه د چين د دولت رئيس لومړۍ ليدنه وي او چين ته د ولسمشر پاول کاګامي له هغه سفر سره يو برابر سفر به هم وي کوم چې د ۲۰۱۷م کال په مارچ کې تر سره شو. په دغه مرکه کې ولسمشر پاول کاګامي لومړی په خوښۍ سره چين ته خپل څو سفرونه ياد کړل او ويې ويل چې تېر کال له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې راته د رئيس شي جين پينګ تاوده هر کلي زما په زړه کې ژوره خاطره پاتې کړې ده، نو روندا ته د رئيس شي جين پينګ د سفر تود هر کلی کوم او تمه لرم. ده وويل،

چين له افريقا او روندا سره لرغونې او تاريخي دوستانه اړيکې لري. ډېر خوشحاله يم چې رئيس شي جين پينګ به زما د بلنې په منلو سره روندا ته سفر وکړي. د دغه سفر په رڼا کې به د چين او افريقا او د چين او روندا ترمنځ دوستۍ لا نژدې شي. هيله لرو چې د دواړو خواوو ترمنځ تبادلې لا ژورې شي.

د ولسمشر کاګامي په اند، د روندا په شمول له افريقايي هېوادونو څخه د رئيس شي جين پينګ سفرونه او د بريکس هېوادونو په لسمه سرمشريزه کې د ده ګډون ډېر اهميت لري. ده وويل، 

له روندا څخه د رئيس شي ليدنه ډېره مهمه او ارزښتناکه ده او حتی د افريقا لپاره هم ډېره مهمه ده. هغه به په جنوبي افريقا کې د بريکس هېوادونو په سرمشريزه کې برخه واخلي. د ځينو افريقايي هېوادونو او بريکس هېوادونو مشران به هم په ياده غونډه کې برخمن وي. دا به د افريقايي هېوادونو او اړوندو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره دوه اړخيزې او څواړخيزې همکارۍ وګرځي. په دې مناسبت به د يادو هېوادونو خلک سره يو ځای پرمختګ ومومي او ګډې ګټې به تر لاسه کړي.

همدارنګه، ولسمشر کاګامي د بشري ګډ برخليک ټولنې د مفکورې او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز لوړه ستاينه وکړه کوم چې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي دي. ده وويل،

ډېر مهم ټکی دا دی چې زما په اند دغه مفکوره د نړۍ مختلفې منطقې نښلوي او ګډې همکارۍ او پرمختګونه پياوړي کوي. دا ډېر ارزښتناک او مهم ټکی دی. د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پر بنسټ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ نژدې شوې دي او د دې ترڅنګ د اسيا، افريقا او اروپا په شمول د کرې منطقه کې پرمختګونه پياوړي شوي دي. هر هېواد به ورڅخه ګټه واخلي.

په هره ساحه کې د روندا او چين ترمنځ د همکاريو د يادونې په وخت کې يې وويل،

چين زموږ سره د توليدي توان، د کورونو ابادۍ او تعليم او ښوونې په برخو کې همکارۍ کړې دي او کوي يې. د روندا څه باندې زر ځوانان د چين په مختلفو پوهنتونونو کې زده کړه کوي او زياتره يې د ساينس او تخنيک پر زده کړو لګيا دي. هيله ده چې دواړه هېوادونه په يادو ساحو کې او هم د کرنې په شمول نورو ساحو کې د پخوانيو همکاريو پر بنسټ لا نژدې همکارۍ ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای