د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جولای په ۱۹مه نيټه وويل چې په دې هکله چې امريکا غواړي د دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي ،چين به د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته بل شکايت وړاندې کړي چې دا د دې سازمان د بنسټيزو اصولو د ساتلو لپاره لازمه کړنه ده.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې امريکا د چين پر ۳۴ مليارډو توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي چې دا له تعرفوي امتيازاتو څخه د استفادې حق لرونکو هېوادونو له اړوندو اصولو او د ګمرکي مالياتو له اړوندو دندو څخه سرغړونه ده.چين په دې اړه ياد سازمان ته دعوا وړاندې کړې وه.اوس امريکا غواړي چې د دوو مليارډو امريکايي ډالرو پر چيني توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي، نو چين ياده بله دعوا وړاندې کړه.وياند ګاو فنګ وويل چې چين به د سوداګريزې جګړې د سختېدو په حال کې مجبورا متقابل تدبيرونه ونيسي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |