CRI Online

د افغانستان په شمال کې هوايي بريد ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 12:06:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان په شمال کې د کندوز ولايتي چارواکو منلې چې د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.چارواکو ويلي چې هوايي ګوزار په چاردرې ولسوالۍ کې شوی چې له بده مرغه يو ملکي کور يې په نښه کړی چې له امله يې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او بل تن پکې ټپی شوی دی.د معلوماتو له مخې د دې هوايي ګوزار موخه ښايي د طالبانو يوه اډه وي . اوس دا معلومه نه ده چې ايا په وژل شويو کسانو او ټپيانو کې وسله وال طالبان شامل دي او که نه .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای