CRI Online

په چين کې د امريکايي تصديو له خوا د ډېرو ګټو اخيستلو رازونه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 14:33:02

د امريکا د ۳۰۱ مادې په نوم کميټه به د اګست له ۲۰ مې نيټې څخه تر ۲۳مې نيټې پورې د ګواهي اورېدو بهير پيل کړي او د امريکايي حکومت له خوا د دوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتېدو په باب به بحث وکړي.د ډونالډ ټرمپ حکومت همدارنګه ادعا کړې چې د امريکا د دغې کړنې لامل د چين ناسم او ناعادلانه سوداګريزې کړنې دي چې چيني تصديو ته د حکومتي مرستندويه پيسو د ور کولو په شمول د چين له خوا نيول شويو تدبيرونو امريکا ته ډېر زيانونه رسولي دي .ايا دا حقيقت دي او که نه ؟

لومړی ، ډېر امريکايي شرکتونه د چين د اقتصادي پرمختګ له چټکتيا او ډېرو مشتريانو څخه ګټې اخيستې او په چيني بازار کې بريالي شوي دي.

دوهم ،د چين حکومت په منځنيو او لويديځو سيمو کې د بهرنيو پانګونو د هڅولو او يا د ځينو چارو د پرمختګ لپاره د ماليې، پيسو او ځمکې په شمول ډېرو برخو کې ګډه پانګه اچوونکو تصديو ته ډېر امتيازونه ور کړي چې دې کار په چين کې د امريکايي شرکتونو د پرمختګ او برياليتوب موندلو لپاره مهم خوځنده ځواک برابر کړی او د دوی له خوا د ګټو اخيستلو سرچينه هم ده.

واشينګټن د امريکايي ګټو د ساتلو په پلمه د چين په مقابل کې سوداګريزه جګړه پيل کړه ، خو دغه يو اړخيز تدبير به د يادو امريکايي تصديو لپاره ګټور نه وي چې په چين کې يې ډېرې ګټې اخيستې دي.نړيوال تل دا نظر لري چې سوداګريزه جګړه يوازې اړوندو خواوو ته زيانونه ورسوي نه ګټې .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای