CRI Online

په شينجيانګ کې د فني کسانو د روزنې لپاره ۳۵ مرکزونه جوړې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 15:29:16


په شينجيانګ کې د ناييانو په يوه روزنيز مرکز کې شاګردان د روزنې په ترځ کې 

په شينجيانګ کې د فني کسانو د روزنې لپاره ۳۵ مرکزونه جوړې شوې دي

د شينجيانګ د تيان شان غر ويبپاڼې د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت ادارې د جولای په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې شينجيانګ په ۲۰۱۸ کال کې په دوامداره توګه د فني کسانو د روزلو لپاره کوښښونه کوي چې د مسلکي ښوونځيو، په تصديو کې د فني روزنيزو اډو او د انسټيټيوټونو د مشهورو فني استاذانو له لارې د لوړپوړو فني کسانو د روزلو پلان تطبيق کوي. تر اوسه پورې په ټول شينجيانګ کې د لوړپوړو فني کسانو د روزلو لپاره ۳۵ اډې جوړې شوې او د روان کال په تېرو ۶ مياشتو کې ۴۸۰۰ کسان په دغو اډو کې روزل شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای