د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د ايدز ناروغۍ ضد پروګرام ادارې د جولای په ۱۹مه نېټه په يو راپور کې وويل چې که څه هم په نړۍ کې د ايدز ناروغۍ د مخنيوي او کنترول په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي، خو په دې ناروغۍ د اخته شويو کسانو او د مړه شويو کسانو شمېر په چټکۍ سره نه دي کم شوي، نو ښايي تر ۲۰۲۰ کاله پورې هغه موخه تر سره نه شي چې پر دې ناروغۍ د نوي اخته کېدونکو او د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر په جلا جلا توګه څه کم پنځو لکو ته ورسيږي.
د دې راپور له مخې له دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره نړيوال کوښښونه له خطرونو سره مخ دي ،ځکه اوس د دغو کوښښونو سرعت له ټاکلي موخې سره سمون نه لري ، نو بېلا بېل هېوادونه بايد د يادې موخې تر سره کولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |