CRI Online

عباس د اسرائيلو له خوا د يهوديانو د دولتي قانوني مسودې پر تصويبېدو نيوکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 15:31:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فلسطين ولسمشر محمد عباس د جولای په ۱۹مه نېټه د اسرائيلو په پارلمان کې د يهوديانو د دولتي قانوني مسودې پر تصويبېدو نيوکه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې ختيځ بيت المقدس د فلسطين د ځمکو يوه نه جلاکېدونکې برخه ده او د خپلواک فلسطين دايمي پلازمينه هم ده.

نوموړي په همدې ورځ په جمهوري ماڼۍ کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې مسودې له مخې ټول بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينې په توګه وټاکل شو چې دا له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د اسرائيلو د نژاد پرست رژيم نيت ښودل شوی دی. هغه زياته کړه چې د بيت المقدس مقام د يادې مسودې له امله نه شي بدليدای او د خاورو له نيول کېدو سره د مقاومت کولو او د خپلواک هېواد د جوړولو لپاره د فلسطينيانو د حقې جګړې مخنيوی نه شي کېدای.

هغه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د خپل مسئوليت له مخې دې د دې مسودې د پلې کېدو د مخنيوي لپاره پر اسرائيلو فشار واچوي تر څو دغه هېواد د نړيوالو قوانينو مراعات وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای