CRI Online

پوتين: له ټرمپ سره خبرې اترې په ټول کې بريالۍ وې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 15:48:11
پوتين: له ټرمپ سره خبرې اترې په ټول کې بريالۍ وې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جولای په ۱۹مه نېټه په نورو هېوادونو کې د روسيې د ډپلوماتانو په غونډه کې وويل، د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ده خبرې اترې په ټول کې بريالۍ وې.

د کريملين ماڼۍ په همدې ورځ خبر ورکړ، پوتين وويل، هغه له ټرمپ سره له توپيرونو سره سره موافقې ته ورسېد. اوس د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې د انديښنې وړ دي چې د اًن سړې جګړې مودې په پرتله بدې دي. دواړو خواوو و نه غوښتل چې په څو ساعتونو کې د ډېرو کلونو پاتې شوي موضوعات ليرې کړي. په دغو خبرو اترو کې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې په ښه والي پيل شوې. خو په امريکا کې ځيني کسان دا نيت لري چې په دغو خبرو اترو کې تر لاسه شوی برياليتوب رد کړي او د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو په قرباني کولو سره خپلې سياسي غوښتنې عملي کړي. روسيه به د وضعيت څارنې ته دوام ورکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای