د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای د شلمې نېټې په سهار د ((لوی سيند په ډېره منډه روان دی)) تر عنوان لاندې د يانګ ځي سيند په اوږدو کې د اقتصادي کمربند په اړه د مرکو فعاليت د چين د يون نان ولايت د لي جيانګ ښار د يو لونګ د ناشي قوم خپلواکې ولسوالۍ په لونګ پان علاقه دارۍ کې شروع شو.
دغه فعاليت د يانګځي سيند په اوږدوکې د اقتصادي کمربند د پرمختګ د پياوړتيا په اړه د عمومي منشي شي جين پينګ د مهمې ستراتيژيکې مفکورې د زده کولو په اړه د چين د مطبوعاتي ساحې يو مهم تدبير دی او رښتينی عمل دی.
د چين د مرکزي رسنيو او په دغه کمربند کې د اړوندو رسنيو مسؤلينو، عمومي مديرانو، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د اطلاعاتي څانګې، د چين د دولتي پرمختګ او اصلاحاتو کميټې، د چين د صنعتي او مخابراتي چارو وزارت، د چاپيريال وزارت، د ټرافيک او ټرانسپورټ وزارت، د اوبو لګولو وزارت او د يون نان ولايت او لي جيانګ ښار اړوندو مسؤلينو د دغه فعاليت په پرانيسته کې ګډون درلود. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |