CRI Online

د کابل هوايي ډګر په سړک کې د ځانمرګي بريد له امله ۲۵ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-07-23 09:44:32

(په انځور کې امنيت ساتونکي د چاودنې په ځای کې د ټپي وګړي د انتقال په حال کې دي. )

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۲۲مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوال هوايي ډګر ته نژدې يو ځانمرګي بريد وشو، چې پکې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه ټپيان شوي دي چې ټول يې عادي خلک او پوليس وو.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم په همدې ورځ له ترکيې څخه کابل ته بېرته ولاړ او ډېرو لوړو پوړو چارواکو او ملاتړکوونکو يې په هوايي ډګر کې ورڅخه هرکلی وکړ. د بريد څخه لږ شېبه مخکې د دوستم موټرونو کاروان له هوايي ډګر څخه وتلی و او هرکلی کوونکي همدارنګه يو په بل پسې د تګ په حال کې وو. د دوستم وياند وويل چې دوستم ته زيان نه دی رسېدلی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای