CRI Online

شي جين پينګ د د سنيګال له ولسمشر ماکي سال سره په ګډه د سنيګال د پهلوانۍ ملي ډګر د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-23 14:30:04

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۳ مه نېټه په ډاکار کې د سنيګال له ولسمشر ماکي سال سره په ګډه د دغه هېواد د پهلوانۍ ملي ډګر د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د پهلوانۍ ډګر ته د شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان د تګ لارې پر دواړو غاړو زرګونو سنيګاليانو په سندرو ويلو، چکچکو او نڅاوو سره د چيني قدرمنو مېلمانو هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکاريو په اړه يې خپلې خوښيۍ څرګندې کړې. ځينو يې پر لوحو شعارونه پورته کړي وو چې ژوندۍ دې وي د چين او سنيګال دوستي او په دې توګه يې چينايانو ته خپل دوستانه احساسات څرکند کړل.

کله چې د دواړو هېوادونو مشران او د دوی مېرمنې په ګډه سره د پهلوانۍ ډګر ته ننوتل، د چکچکو ، موسيقي الاتو او د خلکو د خوښۍ چيغو اوازونه پورته شول. ځايي خلکو او د دې پروژې چيني کارګرو د دواړو هېوادونو د ملي بيرغونو په خوځولو سره دواړو مشرانو او د دوی مېرمنو ته احترامات وړاندې کړل.

د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان په دغو مراسمو کې د خپلې وينا پرمهال دغه پروژه د چين او سنيګال ترمنځ د دوستۍ او متقابلو ګټورو همکاريو يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل:

((رئيس شي جين پينګ د خپل سږني بهرني سفر د سرمزل په توګه افريقا وټاکله،له دې څخه څرګنديږي چې چين له افريقا سره خپلمنځي اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. سنيګال د افريقا يو مهم هېواد دی او په فعاله توګه يې د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې ګډون کړی دی،د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېره پټه قوه لري، چين غواړي چې له سنيګال سره په ګډه د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.))

د سنيګال د سپورټ وزير ماتر با د خپلې وينا پرمهال وويل، چې په سنيګال کې د پهلوانۍ د دغه ډګر جوړونې او بشپړونې د دغه هېواد د سپورټي ټولنې يوه اوږدمهالې ارزو پوره کړې ده.

((د چين په مرستې مو د سپورټي تاسيساتو يو لړ پروژې ترسره کړې چې پکې د دوستۍ لوبغالی او يو شمېر ځايي لوبغالي شامل دي. دغه ډګر به د دواړو هېوادونو د همکارۍ يوه نمونه وي، جوړونې يې د سنيګال د عنعنوي سپورټي لوبو تشه ډکه کړې، ځکه د سنيګال پهلوانو او د پهلوانۍ مينوالو له پخوا راهيسې داسې هيله درلوده چې يو خاص د پهلواني ډګر ولري. نن ورځ د چيني ملګرو په ملاتړ د دوی دغه هيله پوره شوه.))

په مراسمو کې شي جين پينګ ماکي سال ته د پروژې "طلايي کيلي" وسپارله، وروسته يې له خپلې مېرمنې پنګ لي يوان او د ماکي سال له جوړې سره يوځای د پهلوانۍ لوبه وکتله او د لوبې له پای ته رسيدو وروسته يې د تګ پر مهال لوبغاړو ته د لاسونو په خوځولو سره سلامونه او نيکې هېلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ وويل،د پهلوانۍ ډګر دا پروژه د چينايانو او سنيګاليانو ترمنځ د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي.سنيګال ځلاند کلتور لري، چين غواړي له سنيګال سره په ګډه د لرغوني کلتور د ساتلو او په ميراث اخيستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. ماکي سال وويل، چې د پهلوانۍ دغه ډګر د سنيګاليانو ډېر خوښ دی او دا د دوی "ملي خزانه "بلل کيږي. زه د زړه له کومې له چين څخه مننه کوم چې د سنيګاليانو لپاره يې د پهلوانۍ يو عصري او پرمختللی ډګر جوړ کړ او دغه ډګر د دواړو هېوادونو د دوستۍ نوې نښه ده.

د سنيګال د پهلوانۍ ډګر د دغه هېواد د پلازمينې ډاکار ښار په ورڅېرمه کې واقع دی او په دغه هېواد کې د چين لخوا ټرټولو لويه مرستندويه پروژه ده او هم په افريقا کې د پهلوانۍ لومړنی عصري ډګر دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای