CRI Online

شي جين پينګ د روندا له ولسمشر کاګامي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-24 15:35:47

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په درويشتمه نېټه په کيګالي کې د روندا له ولسمشر کاګامي سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چين او روندا تر منځ په اووه څلويښت کلونو سياسي اړيکو کې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ فعاله ستاينه وکړه، په ګډه يې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو راتلونکی پلان جوړ کړ او له دې سره يې موافقه وکړه چې د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي تر څو لا زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

پر ځايي وخت د درويشتمې نيټې په سهار د روندا ولسمشر کاګامي د ولسمشرې ماڼۍ په ډګر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هرکلي ستر مراسم تر سره کړل. د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو اترو په پيل کې شي جين پينګ وويل: ښاغلي ولسمشر کاګامي! زه ډېر خوشحاله يم چې په ښکلي کيګالي کې له تاسو سره ملاقات کوم. د تېر کال په مارچ مياشت کې تاسو بيجينګ ته سفر کړی و، هلته زموږ تر منځ ډېرې ښې او ژورې خبرې اترې وشوې. تاسو ما ته له روندا څخه د ليدنې بلنه راکړه او ما ويلي چې له افريقا څخه د ليدنې په وخت کې به هرومرو ستاسو هېواد ته سفر کوم، نو د ژمنې له مخې زه اوس په روندا کې يم.

شي جين پينګ وويل چې د تېر کال په مارچ مياشت کې زما او د ولسمشر کاګامي په خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او دوستانه همکارۍ په هکله پراخې ګډې نظريې تر لاسه شوې او په ذات البيني اړيکو کې چټک پرمختګ شوی دې. چين غواړي د دواړو هېوادونو تر منځ د عنعنوي دوستۍ د ټينګښت او د دواړو هېوادونو خلکو ته د واقعي ګټو رسولو په چارو کې له روندا سره ګډې هلې ځلې وکړي.

کاګامي وويل چې چين د افريقا باوروړ دوست دی او ورسره د ښې دوستۍ ټينګول د روندا او افريقا لپاره ډېر مهم دي. روندا هېله لري چې د هېواد د ادارې د تجربو، د دوه اړخيزو اړيکو او په بيلا بيلو ساحو کې د ګډو ګټو پر بنسټ د څو اړخيزې همکارۍ په هکله له چين سره همکارۍ وکړي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د روندا او افريقا لپاره مهم فرصت دی او دغه هېواد غواړي د دې وړانديز په چوکاټ کې له اړوندو خواوو سره همکارۍ وکړي. هغه هيله لري چې د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د بيجينګ په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او غواړي د دغه فورم د ابادۍ لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي. زه د روندا او چين تر منځ د ارزښتناکو دوستانه اړيکو او د افريقا په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې د چين د سترو خدمتونو ستاينه کوم. موږ هيله لرو چې په راتلونکي سپتمبر کې د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم موږ ته يو ښه فرصت برابر ورکړي چې د همکارۍ هڅونه وشي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

له خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو په ګډه له خبريالانو سره وکتل. شي جين پينګ وويل چې ده په خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو، د چين او افريقا د همکارۍ د بيجينګ د سرمشريزې غونډې او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په هکله له ولسمشر کاګامي سره د نظريو تبادلې وکړې او زياتې مهمې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې. هغه وويل چين اوروندا د دوستۍ او همکارۍ ټينګولو په ترڅ کې له مهمو فرصتونو سره مخامخ دي او دواړه خواوې بايد له ستراتيژيکي او دايمي لحاظه ذات البيني اړيکو ته وګوري او سياسي باور ټينګ کړي. موږ پر دې ټينګار کوو چې دواړه هېوادونه دې د خپل هېواد د حالت له مخې د پرمختګ لاره وټاکي او د مرکزي ګټو او مهمو پاملرنې وړ مسئلو په هکله يو له بل سره تفاهم وکړي. موږ په اتفاق سره دا نظر لرو چې دواړه خواوې بايد د پرمختګ ستراتيژۍ شريکې کړي، د پانګونو، سوداګرۍ او د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ په شمول ځينو ساحو کې واقعي همکارۍ پياوړې کړي، د همکارۍ سويې لوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي. چين هرکلی کوي چې روندا په رغنده ډول د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې په نړيوالې همکارۍ کې برخه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای