CRI Online

شي جين پينګ د چين او جنوبي افريقا د ساينس پوهانو د لوړپوړي ديالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې هيله وښوده چې د علمي نوښت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټورو همکاريو لپاره لار هواره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-25 12:47:10

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۴ مه نېټه د جنوبي افريقا له ولسمشر سيريل رمافوسا سره په ګډه د چين او جنوبي افريقا د ساينس پوهانو د لوړپوړي ديالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. شي جين پينګ په دې مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال هيله وښوده چې د دواړو هېوادونو علمي او صنعتي ټولنې نوښت ته پرمختګ ورکړي او خپلمنځي همکارۍ نږدې کړي، څو د علمي نوښت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټورو همکاريو لپاره لار هواره شي.

شي جين پينګ د خپلې وينا پرمهال دې ته اشاره وکړه چې چين او افريقا له پخوا راهيسې د ګډ برخليک ټولنه ده او د متقابلو ګټورو همکاريو پربنسټ د ګډو ګټو ټولنه هم ده چې په غم او ښادۍ کې سره شريک دي. د علمي څېړنې په اړه د همکاريو هغه پروژې چې د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې جهانيسبورګ کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم په سرمشريزه غونډه کې ټاکل شوې، په ښه توګه عملي شوي او برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي.

((د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له لارې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د علمي نوښت همکارۍ په ښه توګه پرمخ روانې دي، د بيالوجۍ، معلومات، د کانونو استخراج او نويو موادو په اړه تخنيکې همکارۍ مهمې لاسته راوړنې لري، د ستور پېژندنې او لرغوندپوهنې په شمول د بنسټيزو څېړونو ،د بيالوجۍ او برېښنايي مخابراتي تخنيکونو په شمول د عصري تخنيکونو په برخه کې او د ترافيک او انرژۍ په شمول د صنعتي کارونې په برخه کې هم همکارۍ پراخې شوې دي. د چيني او جنوبي افريقايي ساينس پوهانو علمي لاسته راوړنې د نړيوالې علمي ټولنې د پام وړ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې يې پراخې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلو ګټورو همکاريو ته يې نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.))

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د روان کال په سپتمبر کې به په بېجينګ کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم سرمشريزه غونډه ترسره شي. د چين او جنوبي افريقا ترمنځ او د چين او افريقا ترمنځ علمي همکارۍ له نويو فرصتونو سره مخ دي. شي جين پينګ پدې هکله هيله وښوده او ويې ويل:

(( هيله ده چې د چين او جنوبي افريقا د علمي او صنعتي ټولنو استازي نوښت پياوړی او همکارۍ نږدې کړي، څو د علمي نوښت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټورو همکاريو لپاره لار هواره شي. ډاډ لرم چې د نه ستومانه کېدونکو هڅو له لارې به زموږ موخه هرومرو په سالمه توګه پوره شي.))

سيريل رمافوسا په خپله وينا کې وويل:

((د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي همکارۍ ستره پټه قوه لري، موږ به په ګډې همکارۍ علمي سيمه جوړه کړو او دا به زيات چيني علمي او تخنيکي تصدۍ راجلب کړي چې د پانګونې لپاره جنوبي افريقا ته راشي. زه له چين څخه مننه کوم چې د افريقا له پرمختګ سره يې مرسته کړې او د چين او افريقا د همکارۍ فورم په چوکاټ کې يې د دواړو خواوو ترمنځ د علمي نوښت د نويو همکاريو لپاره هڅې کړې دي. باور لرم چې د دغه ديالوګ لاسته راوړنې به د جنوبي افريقا حکومت ته د څلورم صنعتي انقلاب د ترسره کولو زمينه برابره کړي او د دواړو خواووترمنځ ستراتېژيکو همکاريو ته به د پاليسيو ملاتړ برابر کړي.))

له پرانيستونکو مراسمو وړاندې شي جين پينګ له سيريل رمافوسا سره يوځای د دواړو هېوادونو د علمي نوښت د همکاريو په اړه انځوريز نندارتون وکاته او د مهمو همکاريزو پروژو په اړه يې تشريحات هم واوريدل .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای