د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د جولای په ۲۵مه نېته د خپل وياند له لارې يوه اعلاميه خپره کړه او د پاکستان په جنوب لويديځ د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې يې د ځانمرکي بريد سخته غندنه وکړه چې په همدې ورځ شوی و.
د م م د سرمنشي وياند په ياده اعلاميه کې څرګنده کړه چې ګوتريس له قربانيانو، د دوی له کورنيو او د پاکستان له حکومت او خلکو سره د زړه له کومې غم شريکي کوي. م م د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان حکومت له کوښښونو څخه ملاتړ کوي.
د جولای په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې د هېواد پارلماني ټولټاکنې او د بلوچستان په شمول د ۴ ايالتونو پارلماني ټولټاکنې تر سره شوې. د بلوچستان ايالت په ګويته کې په همدې ورځ د رايګيرۍ يو مرکز ته نژدې ځای کې ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۲۹تنه ووژل او ۴۰ تنه نور ټپيان شول. د خبر له مخې، داعش د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |