CRI Online

تبصره: بريکس هېوادونه د څواړخيز سوداګريز سيستم د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-26 11:13:54

د بريکس هېوادونو درې ورځنۍ لسمه سرمشريزه غونډه د جولای په ۲۵مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ کې پرانيستل شوه. د رويټرز خبري اژانس په همدې ورځ يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و: د ټرمپ د سوداګريز جنګ له امله رامنځته شوی تهديد او ګواښ بريکس هېوادونو ته نوی ارزښت ورکوي. په دغه مقاله کې ليکل شوي چې تېر کال د بريکس په پنځو غړيو هېوادونو کې د کورنيو توليداتو عمومي حجم له اوولس زره مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات و چې دغه شمېر د اروپايي ټولنې په پرتله هم زيات و. څرنګه چې د ګمرکي مالياتو په باره کې د ټرمپ عمل ښايي د نړيوال سوداګريز جنګ سبب وګرځي، نو د اټکل له مخې به د بريکس هېوادونو مشران د څواړخيزې غوښتنې د ساتلو لپاره يو لاس شي. امکان شته چې د نړيوالې سوداګرۍ تزلزل حالات د دغه سازمان د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک وګرځي.

په همدې ورځ، د بريکس هېوادونو مشرانو د دغه سازمان د صنعت او سوداګرۍ په فورم کې ويناوې وکړې او څرګنده يې کړې چې بريکس هېوادونه بايد د څلورم صنعتي انقلاب د فرصت په نيولو سره د دغه سازمان په دننه کې پانګونې او سوداګرۍ پياوړې کړي، بايد د افريقا په لويه وچه کې ازاده سوداګري پياوړې کړي او بايد د اقتصاد د پرمختګ او د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره کوښښونه وکړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې بريکس هېوادونه بايد په ټينګار سره د خلاص نړيوال اقتصاد د ابادولو لپاره هڅې وکړي، بايد په ښکاره توګه له يواړخيزې غوښتنې او له سوداګرۍ ساتي غوښتنې سره مخالفت وکړي، بايد د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او ساده کېدو لپاره زيار وباسي او بايد د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د لا خلاص، جامع، عادي، مساوي او ګټور پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي.

نوموړي وويل، چې د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د تازه سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د خدمت انډول اتيا سلنې ته رسېدلی. د پيسو د تبادلوي ارزښت د حساب له مخې، په نړۍ کې د يادو هېوادونو د اقتصاد عمومي اندازې کابو څلوېښت سلنه نيولې ده. که د دغو هېوادونو د پرمختګ اوسنی سرعت وساتل شي، لس کاله وروسته به د دغو هېوادونو د اقتصاد عمومي اندازه د نړۍ نيمه برخه ونيسي. شک نه شته چې بريکس هېوادونه نه غواړي د پرمختګ ښه فرصتونه له لاسه ورکړي، نو د جامع پرمختګ او ګډې سمسورتيا د پياوړتيا په هکله د همکاريو په اړه د چين وړانديز د دغو هېوادونو پرمختګ ته د ادامه ورکولو لازمه لار ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای