CRI Online

د بريکس هېوادونو لسمه سرمشريزه غونډه تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-27 11:17:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو لسمه سرمشريزه غونډه د جولای په ۲۶ مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ کې د جنوبي افريقا د ولسمشر سيريل رامافوسا تر مشرۍ لاندې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د برازيل ولسمشر ماچيل ټيمير، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين او د هند صدراعظم ناريندرا مودي په دغه غونډه کې برخه اخيستې وه. شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، بريکس هېوادونه بايد د تاريخي څپې له مخې خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکې ژورې کړي او بايد د درې څرخونو لرونکي انجين پر بنسټ همکاريز جوړښت پياوړی کړي، تر څو دوهم طلايي لس کلن پلان عملي شي او د بشر ګډ برخليک ټولنه جوړه شي.

په همدې ورځ برخه والو مشرانو په دغه ناسته کې د ((په افريقا کې بريکس هېوادونه د څلورم صنعتي انقلاب په وخت کې ګډ پرمختګ او سمسورتيا مومي)) تر عنوان لاندې د بريکس هېوادونو د همکاريو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې. برخوالو مشرانو د بريکس هېوادونو د مشرانو د جوهانيسبورګ اعلاميه خپره کړه او د څواړخيزې غوښتنې د ساتلو او له سوداګرۍ ساتي غوښتنې سره د مخالفت په اړه يې ټينګ هوډ څرګند کړ. برخوالو مشرانو پريکړه وکړه چې د بريکس هېوادونو په چوکاټ کې د نوي صنعتي انقلاب دوستانه اړيکې شروع کړي او د اقتصاد او سوداګرۍ، ماليې، سياسي امنيت او کولتوري تګ راتګ په برخو کې لا ښې همکارۍ وکړي. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د بريکس هېوادونو په منځ کې د راتلونکو همکاريو په اړه وړانديز وړاندې کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې بريکس هېوادونه بايد د دايمي سولې، عامه امنيت، ګډې سمسورتيا، خلاصې ټولنې او پاکې او ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. شي جين پينګ وويل،

موږ بايد د سوداګرۍ او پانګونې، ماليې او متقابل تګ راتګ په برخو کې همکارۍ پياوړې کړو. موږ بايد د م م ، د شلو سترو هېوادونو ډلې او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په چوکاټونو کې په ټينګار سره څواړخيز سوداګريز نظام وساتو او په ښکاره توګه دې له سوداګرۍ ساتي غوښتنې سره مخالفت وکړو ، تر څو د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو پروسه پياوړې شي. موږ بايد د نوښت له لارې د نوي صنعتي انقلاب د دوستانه اړيکو د ابادولو له لارې عمومي اقتصادي تګلاره همغږې کړو او پرمختيايي ستراتيژۍ دې ونښلوو.

نوموړي وويل، په راتلونکې مرحله کې به چين د استعداد لرونکو کسانو د روزلو د لسو دورو همکاريزې پروژې پلې کړي او د بريکس د پنځو هېوادونو کارپوهانو ته به بلنه ورکړي چې په ګډه توګه د نوي صنعتي انقلاب همکاريزه نقشه طرحه کړي، تر څو د بريکس هېوادونو، تازه سمسورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د سيالۍ قوت پياوړی شي. د بريکس هېوادونو ترمنځ د سياسي امنيت په اړه د همکاريو د يادونې په وخت کې رئيس شي جين پينګ وويل، 

موږ بايد په مداومه توګه د څواړخيزې غوښتنې د بيرغ په اوچتولو سره د م م د منشور اصل او پاليسۍ وساتو، بايد له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړو چې د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو د اساسي قواعدو مراعات وکړي او بايد د ډيالوګ له لارې کړکيچونه او شخړې حل کړو. موږ بايد د بهرنيو چارو وزيرانو د کتنې او په م م کې د دايمي استازو د کتنې په شمول د يو لړ نظامونو له لارې د بريکس اواز او لايحه پورته کړو او بايد د متقابل درناوي، عدالت او انصاف او همکارۍ او ګډو ګټو په اړه نوې نړيوالې اړيکې جوړې کړو.

نوموړي زياته کړه چې د بريکس پنځه هېوادونه رنګارنګ او ځلانده کولتورونه لري، نو د دغو هېوادونو ترمنځ کولتوري تګ راتګ به ښه راتلونکی ولري. ده وويل، 

موږ بايد په پر له پسې توګه د ملکيانو د زړونو د تبادله کولو په موخه د کولتور، تعليم، روغتيا، سپورټ او سيلانۍ په برخو کې ملکي تګ راتګ پياوړی کړو، څو چې د بريکس هېوادونو د همکاريو لپاره ملکي بنسټ کلک شي. چين وړانديز لري چې د بريکس په چوکاټ کې د موزيمونو، د تصويرونو ګالريو او کتابتونونو ګډ نندارتون تر سره کړي او د کولتوري نوښت، سيلانۍ او ښار په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، تر څو د بريکس د زياتو په زړه پورې کيسو په ويلو سره د پنځو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل پوهاوی پياوړی کړي او عنعنوي دوستۍ ټينګې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای