CRI Online

د بهرنيانو له خوا د تصديو جوړولو غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-27 15:14:32

په دې وروستيو ورځو کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د بهرنيانو له خوا د چارو جوړولو غونډه يعنې د نړيوالو چارو د جوړولو غونډه په بېجينګ کې د چاو يانګ د نړيوالو متخصصينو په تبادلوي او خدمتي مرکز کې تر سره شوه چې موخه يې د بهرنيو پانګوالو لپاره د يوه خدمتي ډګر ابادول دي . له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي دوه سوه بهرني چار, جوړوونکي بېجينګ ته راغلي او د چارو جوړولو په اړه تجربې يې شريکې کړې دي.

په دې غونډه کې د امريکا، المان، فرانسې، سينګاپور او اسرائيلو په شمول د پنځوسو هېوادونو څه باندې دوه سوه بهرنيان راغونډ شوي او د تصديو جوړولو په هکله يې د نظريو تبادله کړې ده. د عصري تخنيک په اړه د يوې اسرائيلي تصدۍ چيني مسئولې وانګ چيان وويل چې د تصديو جوړولو په برخه کې د چين ښې فضا د عصري تخنيکونو په اړه د بهرنيو تصديو لپاره همکاريز فرصتونه برابر کړي دي.هغې وويل په چين کې د تصديو جوړولو فضا ډېره ښه ده .هغه پروژې چې له غښتلو تخينک لرونکو هېوادونو څخه راغلي،په چين کې ډېر همکاريز فرصتونه برابروي.د تخنيک او يا د استخدام له لحاظه چين د عصري تصديو لپاره يو ښه ځای دی.

د تصديو جوړولو ښه فضا د نوښت له قوي تګلارې څخه نه شي جلا کيدای . د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۹ کال کې د بېجينګ د چاو يانګ په ناحيه کې د فنيکس په نوم پلان جوړ شو چې موخه يې د لوړ پوړو متخصصينو راجلبول و. سربېره پر دې د چين د پلازمينې په توګه د بېجينګ د ستراتيژيکي ښاري مقام په هکله په ۲۰۱۷کال کې د دې ناحيې په وانګ جينګ کې د نړيوالو متخصصينو د استوګنې سيمه په رسمي توګه اباده شوه چې له امله يې د نوښت او علمي څېړنې او د متخصصينو د راغونډولو لپاره ښه ځای ګرځېدلی دی. د يادې ناحيې د ګوندي کميټې د تشکيلاتو څانګې مشر ګاو ګه وويل په چاو يانګ ناحيه کې د خدمتي چارو ازموينه پيل شوې او د ويزې اخيستلو تشريفات ساده شوي دي،نو د بهرنيو پانګوالو د کمپنيو جوړولو ځايونه او د ويزې ورکونې اسانتياوې برابرې شوې دي.د وانګ جينګ د استوګنې سيمه به د نړيوالو متخصصينو د سيمې په توګه د نړيوالو پروژو د راجلبولو لپاره يو مرکز وګرځي دا د اړوندې تګلارې نوښت هم دی.

له څو کلونو راهيسې د بېجينګ ښار د چاو يانګ ناحيې حکومت د بهرنيو محصلينو او نورو بهرنيانو له خوا د تصديو جوړولو لپاره خدمتي ډګر برابر کړی چې دا په چين کې د متخصصينو تګلارې د نوښت لپاره د نوي خوځنده ځواک په توګه لازياتې بهرنۍ تصدۍ جوړوونکي راجلب کړي دي. په چين کې د فرانسې سفارت د سوداګريزې پانګونې څانګې اتاشه وي سه له وويل  کمپنۍ جوړونکي په چين کې نه يوازې د چين بازار ته بلکې د متخصصينو په اړه د چيني تګلارې نوښت ته هم پاملرنه کوي.د باوري همکارانو او متخصصينو د پر له پسې زياتېدو سره سره بهرني پانګوال لا هيله لري چې په چين کې خپلې تصدۍ جوړې کړي.

د ۲۰۱۸ کال لپاره ياده غونډه د تصديو جوړولو د سيالۍ، د نوښت په اړه د سرمشريزې غونډې ،د تصديو جوړولو د نړيوالې غونډې ، په دې برخه کې د لاسته راوړنو د نندارتون،د بهرنيانو راغوښتلو د غونډې او په چين کې د بهرنيو پانګوالو د سفر په شمول پر شپږو برخو ويشل کيږي چې په دې جمله کې د تصديو جوړولو په اړه نړيوالې غونډې هغو بهرنيو پانګوالو ته چې غواړي په بېجينګ کې تصدۍ يا کمپنۍ جوړې کړي، پاملرنه کړې او د دوی لپاره يې څو اړخيز خدمتونه برابر کړي چې له دې امله د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې پل جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای