CRI Online

د چين بازار په ګردې کرې کې له لاسه نه ورکوونکی فرصت دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-28 16:13:11

سل ورځې وروسته به د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون په شانګهای کې پرانيستل شي. تر اوسه پورې د څه باندې يو سل او دېرشو هېوادونو او سيمو څه ناڅه دوه زره او اته سوه تصدۍ په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره ثبتې شوې دي. د اټکل له مخې به څه باندې يو سل او پنځوس زره اخيستونکي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په دغه نندارتون کې راغوند شي. دا په نړۍ کې د وارداتو په مضمون لومړی نندارتون دی. د معلوماتو له مخې لږ تر لږه دېرشو بهرنيو تصديو په ۲۰۱۹م کال کې د چين د وارداتو په دوهم نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

عمده ګډون کوونکې تصدۍ د جامو او کاليو، د اړتيا وړ ورځنيو شيانو، خوراکونو او کرنې توکو په ښوونې لګيا دي. دغه راز، د هغو تصديو د غرفو پراخوالی تر ټولو ډېر لوی دی چې د ځيرکو او عصري تجهيزاتو او موټرونو په ښودنې لګيا دي. له دې څخه څرګندېږي چې بهرنيو ګډون کوونکو تصديو د لوړ کيفيت لرونکي ژوند او اقتصاد په برخه کې د چينايانو اړتياوې کتلې دي چې دغه اړتياوې د نړيوال بازار د زياتوالي نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

د حيرانتيا وړ نه ده چې دغه ننداتون دومره تصدۍ راجلبې کړې، ځکه چې نړيوال اقتصاد ته د سوداګرۍ ساتي غوښتنې د ګواښ رامنځته په وخت کې هره تصدۍ غواړي د سوداګريز ديوال په تيرېدلو سره شتمنۍ ولټوي. په چين کې کابو يو مليارډ او څلور سوه ميلونه نفوس شته چې دا د مصرف او پانګونې يو لوی بازار دی. د دې ترڅنګ د چين حکومت د سوداګرۍ د ازادېدو او د پانګونې د اسانېدو له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي. د چين ورخلاصون د پراخېدو په حال کې دی، نو په ګردې کرې کې هيڅ فرصت د چين د بازار په پرتله لا ښه نه دی.

تېر کال رئيس شي جين پينګ د داوس په نړيوال اقتصادي فورم کې يوه لايحه اعلان کړې چې له ۲۰۱۷م کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې په پنځو کلونو کې به چين د اتيا زره مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات وارد کړي، د شپږ سوه مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګونې به ولټوي او په نورو هېوادونو او سيمو کې به د اووه سوه او پنځوسو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې واچوي. بر سېره پردې، نورو هېوادونو او سيمو ته د چيني سيلانيانو شمېر به له اووه سوه مليونو تنو څخه زيات وي. ويل کېږي چې ياد نندارتون به د چين په بازار کې د بهرنيو تصديو د ننوتلو لپاره يوه ښه صحنه وګرځي او چين به د بهرنيو پانګه اچوونکو لپاره له لاسه نه ورکوونکی شتمن بازار هم وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای