CRI Online

تبصره: اروپا دومره لويه معده نه لري چې د امريکا ټول لوبيا وخوري.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-29 15:50:54

د جولای په ۲۵مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اروپايي ټولنې رئيس جيان کلاوډ جونکر د دوو ساعتونو له خبرو اترو نه وروسته اعلان وکړ چې امريکا او اروپا هوکړه وکړه چې د دوه اړخيزې سلامشورې د روانېدو په موده کې يو د بل پر توليداتو باندې اضافي ماليات ونه لګوي. له دې امله د اتلانتيک سمندر پر دواړو غاړو د سوداګريز اصطکاک د سختوالي مخه ونيول شوه.

په تېرو څو ورځو کې دواړو خواوو د هيڅ ګمرکي مالياتو د نه لګولو، د تعرفې هيڅ ديوال د نه جوړولو او له موټرونو نه پرته نورو توليداتو ته هيڅ کومک د نه ورکولو په اړه د درې صفر په نامه د هغې لايحې په اړه چې د ټرمپ لخوا وړاندې شوې، مخالف توضيحات څرګندکړل.

د معلوماتو له مخې، کرنه د اتلانتيک سمندر د دواړو غاړو په سوداګرۍ کې حساس مواقعات دي. دواړه خواوې د خپلې کرنې د ساتلو لپاره هڅې کوي. د اروپايي ټولنې د شمېرنې له مخې، هر کال دغه ټولنه کرنيزو چارو ته د اته شپېته مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې ورکوي. بلخوا يوازې په ۲۰۱۶م کال کې د امريکا حکومت بزګرانو ته د درې دېرش مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت راز راز مرستې برابرې کړې دي.

رښتيا دا ده چې د کرنې په برخه کې امريکا او اروپا يو د بل ضد دي او دا د اتلانتيک سمندر پر غاړو د سوداګرۍ او پانګونې د تړون په اړه د درې کلنو خبرو اترو د ناکمۍ سبب هم دی. د امريکا د هغو بزګرانو لپاره چې د لوبيا په کرلو بوخت دي، يو ارام صادراتي بازار ته اړتيا لري او د حکومت مرسته نه . که څه هم د ټرمپ حکومت د دغو بزګرانو لپاره د نوي اروپايي بازار د پرانيستلو لپاره کوښښ کوي، خو اروپايي بازار دومره لويه معده نه لري چې د امريکا هغه ټولې لوبيا وخوري چې د چين لخوا رد شوې ده. د امريکا د څه باندې درې مليونو او يو لکو بزګرانو له لحاظه د چين هغه بازار د له لاسه ورکولو په حال کې دی چې دوی د څو لسيزو کوښښونو پر بنسټ تر لاسه کړی دی، او دغه زيانونه د حکومت د مرستو په وسيله له منځه وړل کېدای نه شي. (غوټۍ)

د جولای په ۲۶مه نېټه، د فرانسې ولسمشر د هسپانيا له صدراعظم سره د خبرو اترو په حال کې.

په امريکا کې يو بزګر د لوبيا د حاصلاتو د څارنې په حال کې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای