CRI Online

د فوټبال نړيوال جام عمومي راپور

cri     (GMT+08:00) 2018-07-29 16:03:53


د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام د جولای په ۱۵مه نېټه پای ته ورسيد، د فوټبال نړيوال جام د دغو سياليو په پايلوبه کې د فرانسې لوبډلې د کروتيا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د فوټبال نړيوال جام د قهرمانۍ کپ يې خپل کړ.

په دغو سياليو کې د فرانسې، بلژيک، انګليستان اود نورو هيوادونو د فوټبال لوبډلو د فوټبال پخوانی حالت بدل کړ.

اوس د اروپايي هيوادونو د فوټبال لوبډلې يو پربل پسې د جدول په سر کې ځای لري، د جنوبي امريکا د ځينو هيوادونو لوبډلې ورپسې دي او اسيايي او افريقايي لوبډلې هم هڅې کوي، چې د جدول سر ته راشي.

د دغو سياليو په نيمايي کې 16 لوبډلې پاتې شوې چې پکې ۱۰ اروپايي لوبډلې شاملې وې، د جنوبي امريکا څلور لوبډلو پکې برخه درلوده او د شمالي او منځنۍ امريکا هيوادونو له ډلې څخه يوازې مکسيکو پاتې وه او په ۵ اسيايي لوبډلو کې يوازې جاپانۍ ډله پاتې وه او افريقايي لوبډلو دغه پړاو ته لار ونه موندله.

په دې نړيوال جام کې اسيايي لوبډلو زيات پرمختګ ونه کړ، خو نتيجه يې هم بده نه وه. په دغو سياليو کې کوريايي لوبډلې دوه پر صفر جرمني لوبډلې ته ماتې ورکړه او ايرانۍ لوب‌ډلې له پورتګالي لوبډلې سره سيالي وکړه، چې مساوي پای ته ورسېده، د سعودي عربستان لوبډلې هم سيالۍ کې برياليتوب تر لاسه کړ.

د ۱۶ ډلو ترمنځ په يادو سياليو کې ۶ اروپايي لوبډلې په ډګر کې پاتې شوې. له دې وروسته د جنوبي امريکا دوه پاتې شوې يوراګوی لوبډلې او برازيل لوبډې پر له پسې لوبې وبايللې، او په ډګر کې څلور اروپايي لوبډلې پاتې شوې او دغه وخت نړيوال جام په اروپايي جام بدل شو.

د درېيم ځای لپاره په سياليو کې بلژيک دوه پر صفرانګليستان ته ماتې ورکړه او په تاريخ کې يې تر ټولو ښه موفقيت تر لاسه کړ يعنې څلورم مقام يې تر لاسه کړ، په ۱۹۸۶ کال کې بلژيک څلورم ځای خپل کړی و.

کرواتيا لوبډله له فرانسې سره پايلوبې ته ووتله ، لوبه يې وبايلله، خو په خپل تاريخ کې يې تر ټولو ښه موفقيت تر لاسه کړ او دوهم ځای يې خپل کړ.

اوس نړیوال فوټبال د اصلاحاتو په څپو کې دی، د نوي تخنیک استعمال د سيالۍ څارنې لپاره ګټور دی. په دغو سياليو کې د لوبڅارنې ويډيويي مرستيال استعمال شو، کوم چې د سيالۍ هره لحظه ثبتوي. له دې ويډيويي مرستيال سره لوبڅار کولی شي چې په خلاصې رويې د لوبغاړو د بدن مقاومت ارزيابي کړي او په عين وخت کې ښه قضاوت وکړي.

خو د ځينو خلکو په نظر د لوبڅارنې لپاره د ویډيويي مرستيال استعمال د سیاليو اصلي رنګ او ښکلا کموي.

د ډنمارک د فوټبال عمومي لوبغاړي ايګ هارېد وويل، چې د لوبو قضاوت عادلانه و، خو مسئله دا ده چې څوک د سيالۍ بهير کنټرولوي؟ د لوبې په ميدان کې لوبڅار يا په توره کوټه کې ناست کارکوونکي؟

د FIFA د شمېرنې له مخې، په ټولو ۶۲ سياليو کې لوبڅار په عمده ډول ۱۹ ځله د ويډيويي مرستيال لخوا ثبت شوې ويډيوګانې وکتلې او ۱۶ غلط فضاوتونه يې سم کړل.

د FIFA مشر جياني انفانتينو د جولای په ۱۳مه نېټه وويل، د ويډيويي مرستيال د استعمال له امله د لوبڅار لخوا د سم قضاوت کچه له ۹۵ فيصدو څخه ۹۹ اعشاريه ۲ فيصدو ته رسېږي. ۱۶ غلطې پرېکړې يې په ۱۶ سمو پرېکړو بدلې کړې

ددغو سياليو په پايلوبې کې د ټولو سترګې ويډيويي مرستيال ته وې.. عمومي لوبڅار د سيالۍ په لومړۍ نيمايي کې له ويډيويي مرستيال څخه مرسته وغوښتله او فرانسې ته د پلېنټۍ چانس په لاس ورغی او ګول يې وکړ، دغه وخت د فرانسۍ دوه ګولونه شول او سيالۍ لوبډلې يې يو ګول وهلی و، او وروسته فرانسې نور دوه ګولونه ووهل او سيالې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه او نړيوال جام يې په خپل نوم کړ.

په روسيه کې د فوټبال نړيوال جام پای ته ورسېد او روسيې خپل هدف پوره او نړيوالو ته يې روسيه جذابه ورپېژندله. د FIFA مشر انفانتينو وويل، چې په روسيه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام په تاريخ کې ساری نه لري.(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای