CRI Online

د يانګ ځه سيند جاروګر: د سيند پاکې اوبه زموږ لخوا راتلونکو نسلونو ته تر ټولو ښه ډالۍ ده

cri     (GMT+08:00) 2018-07-30 11:56:04

د جولای په ۲۹ مه نېټه "لوی سيند بهيږي ـــ د يانګ ځه سيند اقتصادي کمربند په اړه رپوټ " د فعاليت ګډون کوونکي خبريال د چين د چونګ چينګ ښار په وان جو سيمه کې د يانګ ځه سيند پر غاړه وليدل چې څو آبي بېړيو د سيند کثافات راټول کړي او په دې توګه يې د سيند اوبه پاکه کړې دي.

د وان جو سيمې د چاپريال ساتونکې څانګې مرستيال رييس چن يو وايي دغه ډول بېړۍ اوتومات تصفيه کوونکې بېړۍ دي. د يانګ ځه سيند په وان جو برخه کې چې اوږدوالی يې ۸۰ عشاريه درې کيلومتره دی، څلور دا ډول اوتومات تصفيه کوونکې بېړۍ، درې نورې نيمه اوتومات تصفيه کوونکې بېړۍ او تر لسو زيات غېر اوتومات تصفيه کوونکې بېړۍ د سيند اوبه تصفيه کوي.

دغه بېړۍ په ۲۰۱۴ کال کې په برخه کې په کار لويدلې او په هر يو ساعت کې ۴۰ ټنه کثافات راټولولی شي.

۲۹ کلن ليو بو په ۲۰۱۴ کې په تصفيه کوونکو بېړيو کې د سامانونو د څارونکي او ترميمونکي په توګه وګومارل شو. نوموړي هره ورځ د سهار له شپږ بجو څخه کار پيلوي. هغه وايي که څه هم کارونه مې زيات دي، خو د سيند پاکې اوبه زموږ لخوا راتلونکو نسلونو ته تر ټولو ښه ډالۍ ده.


۲۹کلن ليو بو


ليو بو د کارونو په ترڅ کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای