CRI Online

په چين کې د پولنډ پخوانی سفير :د چين ټولنې لاورخلاصې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-30 15:39:45

په چين کې د پولنډ پخواني لوی سفير زدزيسلاو ګورالزيک په دې وروستيو ورځو کې په وارسا کې د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره يوه مرکه وکړه.هغه وويل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له لارې چين يو ورخلاصی او عصري هېواد ګرځېدلی دی. 

د نوي چين د جوړېدو په څلورم کال کې ګورالزيک په بېجينګ کې زده کړه کوله او په شپږو کلونو کې يې په بېجينګ پوهنتون او د بېجينګ د بهرنی سوداګرۍ په پوهنځي کې زده کړه وکړه، او يو چيني نوم يې ځان ته خوښ کړ چې چي هوان وو دی. له ۱۹۷۲ کال څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې هغه په وار سره د پولنډ په سفارت کې څلور ځله کار کړی او له ۱۹۹۴ کال څخه يې د لوی سفير په توګه هم دنده تر سره کړې ده.هغه په ۱۸ کلونو کې د ډيپلومات په توګه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له لارې د لويو بدلونونو ليدونکی او شاهد و .

د دغو بدلونونو سرچينه د دنګ شياو پينګ له خوا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره ده چې د ټولو چينايانو ملاتړ يې تر لاسه کړی دی او په بنسټيزه توګه د ټولو چينايانو ژوند ور سره ښه شوی دی. چټک پرمختګ او ترقي په سترګو ليدل کيدای شي: نوې فابريکې او پاخه سړکونه ، مختلف کورني او وارد شوي موټرونه، د ښاريانو او کليوالو کسانو په ژوند کې چټک بدلون او ښه والی راغلی دی.

بر سېره پر دې ،د ګورالزيک په اند ، تر ټولو لوی بدلون دا دی چې چيني ټولنه بهر ته لاپرانيستل شوې او خلکو د ژوند څخه خوند اخيستل پيل شوي. تر ټولو پياوړي مثالونه دا دي چې لازيات چينايان د سفر لپاره پيسې او وخت لري.

نه يوازې د هېواد له ښکليو سيندونو او غرونو څخه ليدنې کوي، بلکې بهر ته هم ځي.

د ترقۍ او پرمختګ برسېره، لوی بدلون د ټولنې په خلاصون او د ژوند په خونديتوب کې دی. بر سېره پر دې، لازيات چينايان له هېواد څخه بهر ته د سفر کولو او د تګ راتګ لپاره ليوالتيا لري.په بهر کې د چينايانو شمېر ورځ په ورځ لوړېږي،په اروپا او شمالي امريکا کې د چيني سيلانيانو شمېر حتی له جاپاني سيلانيانو څخه زيات شوی کوم چې پخوا د سيلانيانو شمېر په لېست کې لومړی مقام درلود. په بهر کې د چيني سيلانيانو پيرودلو توان د حيرانتيا وړ لوړ شوی دی ، که څه هم لازيات بهرني توليدات په چين کې اخيستل کيدای شي.

ګورالزيک پر دې ټينګار کوي چې له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له امله نه يوازې په چين کې، بلکې په بهر کې د چين خلک ډېر په زړه پورې دي چې له بهرنيانو سره تګ راتګ وکړي. د اوږدې مودې لپاره، د چين ټولنه په بشپړه توګه له بهر څخه جلا پاتې شوې وه.

په ۱۹۹۹ کال کې ګورالزيک له خپلې دندې څخه تر استعفا وروسته بېرته پولنډ ته ستون شو او وروسته يې د بېجينګ ښار اعزاز تابعيت ترلاسه کړ، دا يوازې يو پولنډی دی چې تر اوسه يې دا اعزاز ګټلی دی. د ده په اند دا د چين او پولنډ ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په بهير کې د هغه د ونډې تر ټولو لوی تاييد دی. د لوی سفير له خپلې دندې څخه تر استعفا وروسته ګورالزيک څو ځلې چين ته سفرونه کړي دي. کله چې هغه درې کاله دمخه چين ته راغی، هغه احساس کړه او وليدل چې چين په ډېر چټک ډول پرمختګ کړی او په چين کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای