د کندهار ولایتي ادارې د جولای په 30 نېټه وویل، چې په دغه ولایت کې د یو ساختماني شرکت 13 تښتول شوي کارکوونکي ازاد شول.
د کندهار ولایتي ادارې سینهوا اژانس ته وویل، چې د دغه شرکت ۱۳ کارکوونکي چې وسله والو طالبانو تښتولي وو، د دوشنبې په ورځ د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.
د جون په ۲۱ نېټه وسله والو طالبانو د کندهارپه سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک جوړولو پر یو ساختماني شرکت برید وکړ، چې په ترڅ کې یې څلور افغان سرحدي پولیس ووژل او د دغه شرکت ۱۳ کارکوونکي یې له ځان سره یوړل.
وسله والو طالبانو د سږ کال په اپریل کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د خپلو عملياتو اعلان کړی او له ملکي وګړو څخه یې غوښتي چې له رسمي غونډو او پوځي کاروانونو څخه لېرې واوسیږي.
ځاځی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |