CRI Online

د چين او بريټانيا نهم ستراتيژيک ډيالوګ تر سره شو او دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پر بنسټ خپلمنځي مؤثرې همکارۍ پياوړې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-30 19:44:47

د جولای په دېرشمه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي په بېجينګ کې له خپل بريټانوي سيال جيريمي هانټ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ نهم ستراتيژيک ډيالوګ تر سره کړ او ورپسې يې يوه ګډه خبري ناسته جوړه کړه. په دغه ناسته کې وانګ يي څرګنده کړه چې دواړه خواوې په دې نظر دي چې بايد د دوه اړخيزو اړيکو ستراتيژيک ارزښت پياوړی کړي او بايد د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پر بنسټ دوه اړخيزې مؤثرې همکارۍ ژورې کړي.

دواړو خواوو په همدې ډيالوګ کې د ازادې سوداګرۍ نړيوال سيستم په شمول پر يو لړ مسئلو بحثونه وکړل. وانګ يي وويل، چې هغه په دغه ډيالوګ کې له ښاغلي هانټ سره ګډو نظريو ته رسېدلی او چين به له بريټانيا او نړيوالې ټولنې سره يو ځای په مداومه توګه د څواړخيزې غوښتونکې پروسې، د ازادې سوداګرۍ نړيوال سيستم او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د قواعدو د خوندي ساتلو لپاره کوښښونه وکړي. هغه وويل، د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ د نابرابرۍ عمده پړه د چين پر غاړه نه ده، بلکې امريکا بايد د خپل ځان په سوداګرۍ کې د منفي توازن پړه پر غاړه واخلي. مثبت توازن او منفي توازن د سموالي او تيروتنې د قضاوت بنسټ او معيار نه دی. رښتيا دا ده چې امريکا له چين سره له سوداګرۍ څخه زياتې ګټې اخيستې دي او اخلي يې. مثلاً، په ټيټه بيه زياتې منابع او ډېر توليدات يې تر لاسه کړي دي او امريکايي مستهلکينو هم ورڅخه ګټې اخيستې دي چې له دې امله په نړيوال بازار کې د امريکايي ډالرو غوره والی او قوي مقام ساتل شوی دی. نو د امريکا خبرې د پوهاوي وړ نه دي.

وانګ يي دې ته اشاره وکړه چې اصلاحات او ورخلاصون د چين ټاکل شوې تګلاره ده او چين تل پر دې نظر ټينګار کوي چې ډيالوګ او خبرې اترې د سوداګريز اصطکاک د حلولو سمه لار ده او مجادله کول ګټور نه دي. د چين دروازه تل د ډيالوګ او خبرو اترو لپاره خلاصه ده، خو ډيالوګ او خبرې اترې بايد د مساواتو او متقابل درنښت پر بنسټ او د قواعدو په چوکاټ کې تر سره شي. په يواړخيز ډول ګواښ کول او فشار اچول به منفي اغيزې ولري.

وزير هانټ وويل، پريټانيا د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د اقتصادي او اجتماعي حقوقو د ساتلو په برخو کې د چين لخوا د تر لاسه شويو سترو برياليتوبونو لوړه ستاينه کوي. په راتلونکو شلو کلونو کې امکانات شته چې چين په نړۍ کې لومړۍ لويه اقتصادي ډله وګرځي. د چين پرمختګ او غښتلتيا د جهان لپاره يو ډول فرصت دی نه ګواښ! بريټانيا هيله لري چې له چين سره خپلمنځي ستراتيژيک ډيالوګ او دوه اړخيزې دوستۍ ژورې کړي او په هره ساحه کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو طلايي زمانې ته ادامه ورکړي. بريټانيا غواړي له چين سره يو ځای د راز راز ننګونو د ليرې کولو او د څواړخيزې غوښتنې او جهاني نظام د خوندي ساتلو لپاره ګډ زيارونه وباسي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای