CRI Online

چين د ژن مين بي يوانو تبادلوي ارزښت کنترول ته ضرورت نه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-07-31 14:50:15

په دې هکله چې امريکا په دې وروستيو ورځو کې په يوه اړخيزه توګه د ژن مين بي يوانو تبادلوي ارزښت د کنترول په هکله پر چين نيوکه وکړه، د پيسو نړيوال سازمان لوړ پوړي اقتصاد پوه موريس اوبستفيلد خبري رسنيو ته وويل چې مونږ هېڅ ثبوت نه لرو چې چين د يوانو تبادلوي ارزښت کنترول کړی دی.

رېښتيا ده چې يادې خبرې ثبوت نه لري او د ژن مين بي يوانو تبادلوي ارزښت کنترولول د بازاري اصلاحاتو د لوري له ټاکل شويو اصولو څخه سرغړونه هم ده.له دې نه مخکې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ وويل چې د يوانو تبادلوي ارزښت په عمده توګه د بازاري اړتياوو له خوا پرېکړه کيږي، نو ټيټوالی او لوړوالی يې عادي دی . چين نه غواړي چې د پيسو تبادلوي ارزښت د کمښت له لارې صادرات زيات کړي.

د څېړونکو په اند چين د ياد تبادلوي ارزښت د کنترول له لارې د صادراتو هڅولو ته ضرورت نه لري.ځکه چې درې عمده لاملونه شته دي.

لومړی ،کورنۍ اړتياوې او مصرف د چين د اقتصادي پرمختګ عمده ځواک ګرځېدلی دی . د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت يعنې GDP پرمختيايي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه اته و چې په دې جمله کې د GDP لپاره د مصرف خدمتي انډول په سلو کې اته اويا اعشاريه پنځو ته ورسيد،د دې ترڅنګ صادراتي اندازه منفی وه او له دې څخه ښکاريږي چې پر صادراتو د چين د اقتصادي پرمختګ تکيه په پر له پسې توګه کمه شوې ده.د کورني توليد او د اوسېدونکو د مصرفي کچې په لوړوالي سره سره به د چين اقتصادي پرمختګ لپاره د مصرف عمده رول لا پياوړي شي ،نو دا د چين لپاره لازمه نه ده چې د يوانو تبادلوي ارزښت د کنترولولو له لارې صادرات زيات کړي.

دوهم ،د ورخلاصون پراخوالی به په يوانو د اخيستل شويو دارايو لپاره کلک بنسټ کيږدي. د اروپايي او امريکايي پولي بازار په پرتله د چين د پولي بازار ګټې او امکانات لا ډېر دي،د ورخلاصون د پراخوالي او د يوانو په نړيوال کېدو سره د يوانو دارايي ورځ په ورځ د بهرنيو اورګانونو پام اړولی دی.دا يو مستقيم ثبوت دی چې د جون په مياشت کې بهرنيو اورګانونو تر زياتې اندازې پورې د چين دولتي پورونه اخيستي دي.

درېيم ،د يوانو تبادلوي ارزښت د کمښت لپاره هڅې د چين لپاره ګټورې نه دي. له روان کال راهيسې د چين حکومت د ورخلاصون د پراخوالي او د وارداتو د زياتوالي لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.که پردې مهال چين د يوانو د تبادلوي ارزښت د کمښت لپاره هڅه وکړي،نو وارداتي لګښت به تر ‌ډېرې اندازې پورې زيات شي .سربېره پردې اوس هغه حالت رامنځته شوی چې په چين کې د مالونو سوداګرۍ د وارداتو پرمختيايي انډول د صادراتو د پرمختيايي انډول په پرتله لوړ شوی دی.نو د يوانو تبادلوي ارزښت د کمښت لپاره هڅوونکې ستراتيژي به هرو مرو ګټوره نه وي.

خو ولې په دې وروستيو ورځو کې د يوانو په تبادلوي ارزښت کې ډېر بدلونونه راغلي دي؟لامل يې دا دي: لومړی ،دغه بدلونونه له نړيوالو ننګونو او ستونزو څخه د پانګوالو د تښتېدو له مفکورې سره اړيکې لري. د ډونالډ ټرمپ حکومت د دغې مفکورې د رامنځته کېدو سبب شوی او د بهرنيو اسعارو پر بازار يې اغيزه کړې او ور سره د امريکا د ونډو په بازار کې بدلونونه راغلي دي . په عين وخت کې په بازار کې ناثابت عوامل زيات شوي او د لويو محصولاتو بيې هم په پر له پسې توګه زياتې شوې دي. په دې وروستيو ورځو کې د يوانو د تبادلوي ارزښت بدلون له يادې مفکورې سره تړاو لري.

دوهم ،دغه بدلونونه د امريکايي ډالرو ګراف له لوړېدو سره اړيکې لري.درېيم ، دغه بدلونونه د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې له خوا د امريکايي ډالرو تبادلوي ارزښت د ګټو د زياتوالي لامل شوی دی .

ځينو څېړونکو دې ته اشاره وکړه چې د يوانو دغه بدلونونه له معقولې کچې څخه نه دي وتلي او ژن مين بي لاهم د نړيوالو پيسو په ليست کې نسبتآ قوي مقام نيولی دی;څېړونکو دغه راز ويلي چې په اوسنۍ او راتلونکې يوه موده کې به د يوانو تبادلوي ارزښت په معقوله کچه خوندي وي، نو چين د ژن مين بي يوانو تبادلوي ارزښت د تمايل بدلولو ته هېڅ ضرورت نه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای