د جولای په ۳۱ نېټه په افغانستان کې د میان چاودنې او برید له امله څه دپاسه ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د همدې ورځې په سهار د فراه ولایت په بالابلوک سیمه کې یو سرویس چې د هرات- کابل پر لویه لاره د سړک غاړې ماین له چاودنې سره مخامخ شو چې په نتیجه کې یې ۱۱ تنه وژل او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي چې له دغې جملې څخه ښځې او ماشومان هم شامل دي. د فره ولایت د پولیسو ویاند وویل چې دغه ماین موخه امنیتي ځواکونه وو.
دا په داسې حال کې وه چې وسله والو په همدې ورځ په جلال اباد کې هم بر یوې دولتي ودانۍ برید کړی چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |