CRI Online

د امريکا د دوه مخې لوبه څرګنده ده

cri     (GMT+08:00) 2018-08-01 20:10:04

د چين او امريکا تر منځ اقتصادي او سوداګريز اصطکاک چې څلور مياشتې کيږي دوام لري، په دې وروستيو دوو ورځو کې نوی حالت پکې رامنځته شوی دی.

د بلومبيرګ خبري اژانس د سرچينو په قول خبر ورکړ چې د امريکا د ماليي وزير سټيفن منوچين او د چين د مرستيال صدراعظم ليو هه استازي اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو د بيا پيل په هکله پټې خبرې اترې تر سره کوي، په همدې وخت کې ښايي چې امريکا د اګست له لومړۍ نيټې څخه له چين څخه د شاو خوا شپاړس ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازه پر واردوونکو توليداتو باندې نور زيات ګمرکي ماليات ولګوي. برسيره پر دې اوس د امريکا حکومت فکر لري چې له چين څخه د دوه سوه ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازه پر واردوونکو توليداتو باندې د پنځه ويشت سلنې په اندازه ګمرکي ماليات ولګوي چې دا د مخکيني اعلان شوي انډول د لس سلنې په پرتله لوړ دی.

يوه خوا امريکا غواړي له چين سره د خبرو اترو نښه خپره کړې، خو بله خوا د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تګلاره غوره کوي. دا څرګنده ده چې امريکا د دې مسئلئ د حلولو صميميت نه لري او غواړي د دوه مخې لوبې له لارې لا زياتې ګټې تر لاسه کړي.چين ډېر مخکې د امريکا دغه عملونه ډېر ښه پيژندلي او خبرې يې د اعتماد وړ نه دي او خپل عملونه هميشه بدلوي رابدلوي، نو په مسئولانه توګه ويلی شو چې د امريکا د دغې دوه مخې تګلارې له امله چين دې ته تيار شوی چې په هراړخيزه توګه د امريکا کړنو ته ځوابي تدبيرونه غوره کړي.

د جولای په شپږمه نېټه امريکا د چين او امريکا تر منځ د سوداګريز جنګ لومړی ډز وکړ او تر اوسه پورې په دې بهير کې د امريکا درې نيتونه پټ ساتل شوي دي.

لومړی، څرنګه چې له چين سره سوداګريز جنګ يې امريکا سمدلاسه پرمختګ نه دی تر لاسه کړی، د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي چې له لا لوړو راديکال لارو پر چين فشارونه واچوي.

دويم، د امريکا په دننه کې د سوداګريز جنګ ضد اوازونه پورته شوي او د ټرمپ حکومت غواړي فشارونه کم کړي.

درييم، د ټرمپ حکومت له چين سره د سوداګريز کسر له حلولو سره رضايت نه لري او غواړي چې د چين د پرمختګ لاره بدله کړي.

هر يو ملي حاکميت لرونکی هېواد په خپله د پرمختګ لارې د ټاکلو حق لري. امريکا له چين سره سوداګريز جنګ پيل کړی، خو د چين د پرمختيا ستراتيژې نه شي بدلولی. که امريکا په ريښتنې توګه غواړي د خبرو اترو له لارې مسئله حل کړي، بايد د ګمرکي مالياتو د زياتوالي وسلې پريږدي او صميميت وښيي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای