CRI Online

چين د امريکا پر هغې کړنې ښه پوهيږي چې غواړي د سوداګريزې جګړې ترڅنګ خبرې اترې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-02 16:07:41

د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزې سيالۍ کې نوی بدلونونه راغلي دي. بلوم برګ خبري اژانس خبر ور کړ چې د امريکا د ماليې وزير ستيفان منوچين د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو مشورو د بيا پيل په هکله د چين د صدراعظم مرستيال ليو ښه له ځانګړي استازي سره پټې خبرې اترې وکړې. د دې ترڅنګ امريکا ښايې د اګيست له لومړۍ نيټې څخه د ۱۶ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چين پر صادراتي توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي.سربېره پردې سرچينو ويلي چې د امريکا حکومت غواړي چې د چين پر ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو توليداتو ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفي لوړې کړي چې دغه شمېر د اعلان شويو لس سلنه ګمرکي مالياتو په پر تله لوړ دی.

امريکا له يوې خوا غواړي چې له چين سره خبرې اترې وکړي ، خو له بلې خوا دوی ګمرکي تعرفي زياتې کړي دي.له دې څخه ښکاري چې امريکا نه غواړي چې اوسنۍ مسئلې په رښتينې توګه حل کړي بلکې د دغو لوبو له لارې د لازياتو ګټو اخيستل غواړي.خو چين د امريکا په دې لوبو ښه پوه دی .اوس د چين حکومت چمتو دی چې د دې لوبو پر وړاندې متقابل تدبيرونه ونيسي.

دا ليدل کيږي چې د جولای په شپږمه نېټه د امريکا له خوا د سوداګريزې جګړې له پيلولو راهيسې د دغو لوبو تر شا د واشينګټن درې دسيسې شتون لري

لومړی ،دا چې امريکا له چين سره په سوداګريزه جګړه کې سمدستي پرمختګ نه دی موندلی، د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي چې د لا تېزې تګلارې په پلې کولو سره پر چين فشارونه ډېر کړي.

دوی له څه باندې څلورو مياشتو راهيسې په پر له پسې توګه د چين پر محصولاتو ګمرکي ماليات زيات کړي تر څو د چين په دريځ کې

نرمښت راوستل شي، خو د سپينې ماڼۍ دغې تګلارې کومه اغيزه ونه کړه،ځکه چې چين د امريکا د نورو سوداګريزو همکارانو سره توپير لري او پر خپلو ځانګړو سرچينو په اتکآ سره يې پرمختيايي ګامونه اوچت کړي دي.ازاده سوداګري او څو اړخيز ميکانيزم چې چين پرې ټينګار کوي، له نړيوال تمايل او پرمختيايي حالت سره سمون لري او د نړيوالې ټولنې له خوا هر کلی هم شوی ،نو که څه هم امريکا ډول ډول تدبيرونه نيولي دي، خو له چين څخه يې هېڅ ګټه نه ده اخيستې.برعکس دوی د چين د متقابلو تدبيرونو له امله په انفعالي حالت کې پاتی دی.اوس سپينې ماڼۍ خپل صبر له لاسه ور کړی او د امريکا د سوداګرۍ وزير ويلبور روس په دې وروستيو ورځو کې همدارنګه ويلي چې امريکا بايد د چين د ناعادلانه سوداګرۍ په مقابل کې تېزه تګلاره غوره کړي او اوس د دې لپاره ښه وخت دی.

دوهم ، اوس د امريکا په دننه کې له سوداګريزې جګړې سره مخالفت ډېر شوی چې له دې امله يې د ډونالډ ټرمپ حکومت له فشارونو سره مخ دی. دا د پاملرنې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ د جولای په ۳۱مه نېټه په فلوريدا ايالت کې په يوه سياسي غونډه کې اعتراف کړی چې د چين د متقابلو تدبيزونو د نيول کېدو له امله د امريکايي بزګرانو ګټې زيانمنې شوې دي.له دې څخه ښکاري چې ټرمپ د ده د ګمرکي مالياتو د کلکې تګلارې د پلې کولو په اثر له بې سارو سياسي فشارونو سره مخ دی.

درېيم ،د ټرمپ حکومت له چين سره د سوداګريز منفي توازن حلولو ته نه قانع کيږي بلکې د چين د پرمختيايي لارې بدلون غواړي.

هر خپلواک هېواد دا حق لري چې خپله پرمختيايي لار غوره کړي.دا امکان نشته چې د امريکا له خوا د پيل شوې سوداګريزې جګړې له امله د چين پرمختيايي ستراتيژي بدله شي.د دې جګړې له پيل څخه چين وغوښتل چې تر خپلې وسې پورې د خبرو اترو له لارې سوداګريزې مسئلې حل کړي، خو ټولې خبرې اترې بايد د برابرۍ، متقابلو درناوي او باور پر بنسټ تر سره شي .که امريکا وغواړي چې اوسنۍ مسئلې د خبرو اترو له لارې لرې کړي، بايد صادقه او جدي چلند غوره کړي او د چين پر محصولاتو د ګمرکي مالياتو له زياتولو څخه دې لاس واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای