CRI Online

د ډونلډ ټرمپ ګواښونه د بې ارزښت کېدو په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-03 16:20:06

د امريکا د سوداګرۍ استازي روبيرت ليتيزير د اګست په لومړې نېټه ويلی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ده ته امر کړی چې له چين څخه د دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پر واردوونکو توليداتو باندې د پنځه ويشت سلنې په اندازه ګمرکي ماليات ولګوي چې دا د مخکيني اعلان شوي انډول د لس سلنې په پرتله لوړ دی، تر څو د ټرمپ حکومت ته اضافي ټاکنې ورکړي شي او چين بدلون ته اړ کړي. د سپينې ماڼۍ پرېکړه کوونکي دا نظر لري چې دغه خبر به هرومرو په عامو افکارو کې د سختو غبرګونونو سبب شي. خو دا ځل د ټرمپ حکومت مايوس دي چې د اګست په لومړۍ نيټه د امريکا ډېری خبري رسنيو يوازې دغه خبر خپور کړ او د نيويارک ټايمز د خبرونو په مخکنيو دوو پاڼو کې دغه خبر بيخي نه شته. ويلی شوو چې څو څو ځلې دغه ډول خبر خپور شوی، د امريکايانو په شمول د ګردې نړۍ خلک اوس دغه خبر ته هيڅ ارزښت نه ورکوي.

د پاملرنې وړ خبره ده چې سپينه ماڼۍ يوه خوا له چين څخه پر واردوونکو توليداتو باندې لا زيات ګمرکي ماليات لګوي، بله خوا يې له چين سره د خبرو اترو د بيا پيل خبر خپور کړی. د چين د سوداګرۍ وزارت وايي چې امريکا د ټولې نړۍ حتې د خپل هېواد د عادی بزګرانو، سوداګرو او مصرفوونکو ګټو ته پام نکوي او له چين سره دوه مخې لوبه کوي، دغه عمل پر چين هېڅ اغېزه نشي کولای او په نړۍ کې هغه هېوادونه او سيمې چې له سوداګريز جنګ سره مخالفت کوي، د امريکا د دغه اقدام له امله ډېر مايوس دی.

د چين او امريکا تر منځ د سوداګريز اصطکاک له پيل راهيسي په څه دپاسه څلورو مياشتو کې امريکا په ټوله نړۍ کې خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی او د ټرمپ ګواښونه د بې ارزښت کېدو په حال کې دي. ټرمپ په ټاکنو کې د ملاتړ رايو تر لاسه کولو لپاره په پر له پسي ډول له چين څخه پر واردوونکو توليداتو چې له پنځوس مليون څخه تر ۲۰۰ مليون امريکايي ډالرو پورې رسيږي، د زياتو ګمرکي مالياتو د لګولو تدبير نيولی، خو له اوسپنيز ديول سره مخ شو. اوس دغه لوبه په ښه توګه پای ته نه شي رسيدلی، هغه په وار سره ګواښ کړی چې له چين څخه پر ټولو واردوونکو توليداتو باندې لا زيات ګمرکي ماليات لګوي. خو د امريکا دغه لوبه نه يوازې کمه اغيزه کړې، ان د ټرمپ حکومت د خپل هېواد د خلکو لخوا سپک شوی.

اوسمهال امريکا د سياست، اقتصاد، نظامي چارو او ساينس او تخنيکونو په ساحو کې خپل لوړ ځای لري، نو ولی دغه قوي هېواد غواړي چې نورو هېوادونو ته ګواښ کوي؟ په عيني توګه دا ويلی شو چې دا د سپينې ماڼۍ له سياسي حالت سره نژدې اړيکې لري. لومړی د سپينې ماڼۍ خاوند ډونالډ ټرمپ يو بريالی سودګر و او په ولسمشريزو ټاکنو کې د لوړې په وخت کې يې ويلي چې امريکا به لا نوره ستر وي. هغه وروسته د شرکتونو د ادارې نظريې سپينې ماڼۍ ته وړې او په سودا کې د معاملې لارې له نورو هېوادونو سره په اړيکو کې استفاده کوي. دغه د معاملې تش په نامه هنر د عبثو تګلارو غوره کولو په شمول ځينې غير رسمي اصول دي. خو د هېواد اداره کول له سودا سره يو شان نه دي، د سودا په ساحه کې د پټو اصولو په وسيله د هېواد اداره کول نه يوازې د امريکا خپله بڼه ټيټوي، بلکې د امريکا د خلکو لپاره نامسئولانه عمل دی.

 

برسيره پر دې په سپينې ماڼۍ کې د څه دپاسه يو کال راهيسي د څو دورو له سياليو وروسته د سوداګرۍ د استازي روبيرت ليتيزير او د سپينې ماڼۍ د سوداګرۍ کميټې د منشي پيتير نوارو په مشرۍ يوه ‌ډله مهم مقام نيسي. د دوی په نظر د چين پر وړاندې د سختو تدبيرونو نيول به پر چين فشارونه واچوي او چين به بيا خبرو اترو ته اړکړي.

خو چين نه ويريږي. که امريکا څو څو ځله د چين ګټو ته زيانونه ورسوي، چين به هرومرو ځوابي تدبيرونه غوره کړي او په قانوني او عادلانه توګه به دفاع وکړي. چين تل د خبرو اترو له لارې د توپيرونو ليري کولو پر دريځ ټينګار کوي، خو د خبرو اترو مخکي شرطونه دا دي چې برابري او متقابل درناوی بايد موجودوي او خپلې ژمنې پوره کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای