CRI Online

تبصره: د ټرمپ تر تسلط لاندې د امريکا او اروپا ترمنځ د جوړښت مسئله نه شي حلېدای کېدای.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-03 17:14:25

د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو نه وروسته امريکا او اروپا يو له بل سره پېيلې شوې دي، خو د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې همېشه د بدلېدو په حال کې دي. د سړې جګړې په زمانه کې امريکا قوي وه او اروپا عاجزه وه، تر سړې جګړې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ ښکاره او پټ جنجالونه روان دي. په ۲۰۱۷م کال کې د امريکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو نه وروسته هغه اروپا ته سپک ويني او پر اروپا باندې ظلم کوي چې دغه شان کړنې اروپا ته د ده له تازه سفر څخه په پوره توګه ښکاره شوې دي. يادې کړنې د امريکا او اروپا ترمنځ د توپيرونو د سختېدو سبب ګرځي چې له دې امله دواړه خواوې د دوه اړخيزو اړيکو د اساسي ځانګړتيا په بېلو نظريو دي. که څه هم څو ورځې مخکې امريکا او اروپا د سوداګريزو همکاريو يوه ګډه اعلاميه خپره کړې، خو دغه اعلاميه د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د خرابېدو لوری نه شي بدلولای.

لومړی: د سړې جګړې په زمانه کې اروپا د امريکا تر امنيتي تضمين لاندې د لويديځي ايتلاف يوه ملګرې ګرځېدلې. دوهم: د سړې جګړې له پای ته رسېدو نه وروسته د اروپا د يو لاس کېدو په پروسه کې اروپايي ټولنه جوړه شوه او په ګردې کرې کې يې سياسي، اقتصادي او نړيوالې اغيزې ورځ په ورځ پراخېږي او د امريکا ورته مقام نيسي، نو د دواړو خواوو ترمنځ د قوتونو د مسابقې حالات بدل شوي دي. درېيم: د ټرمپ تګلاره د امريکا او اروپا ترمنځ د اړيکو د خرابوالي سبب ګرځي. د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د ټاکل کېدو له يو کال راهيسې، ټرمپ پر بې ادبه او ليونۍ يواړخيزې غوښتنې ټينګار کوي او د امريکا د تنګې ګټې له لحاظه عادي نړيوال همکاريز نظام ته زيان رسوي. دغه عمل د سيالۍ تر څنګ د همکارۍ پر بنسټ د امريکا او اروپا ترمنځ دوديزې اړيکې بدلې کړې دي.

بلخوا، په داسې حال کې چې ټرمپ د امريکا د دوښمن په توګه اروپا ته ګوري، د اروپايي ټولنې د رئيس جيان کلاوډ جونکير او ولسمشر ټرمپ ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ يوه همکاريزه اعلاميه يوازې ښه نيت څرګندوي، خو د دوه اړخيزو اړيکو د خرابېدو لوری نه شي بدلولای. د اروپايي ټولنې په منځ کې مختلفې خواوې د اړوند تړون د تحليل په برخه کې توپيرونه لري. دغه اعلاميه د دواړو خواوو ترمنځ شته سوداګريز کړکيچ له منځه نه دی وړلی او د راتلونکو مسئلو د حلولو لپاره يې باوري لايحه وړاندې نه ده کړې.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې د ټرمپ خوی او خصلت همېشه بدلېدونکی دی او ډيپلوماتيکې تګلارې يې د اروپا لپاره بې باوره دي، نو د امنيت، نړيوالې ادارې او اقتصادي تسلطي واک په برخو کې د امريکا او اروپا ترمنځ د جوړښت مسئله د ټرمپ تر تسلط لاندې نه شي حلېدای. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای