CRI Online

تبصره: چين په سليم عقل او سړې سينې سره د امريکا په مقابل کې انعطاف منونکي او دقيق انتقامي تدبيرونه نيسي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-04 16:01:34

څو ورځې مخکې امريکا دا اعلان کړی چې دوی ښايي د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د تعرفې انډول له لس سلنې څخه پنځه ويشت سلنې ته لوړ کړي. د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو د تعرفې کميټې د اګست د ۳مې نېټې په شپه په دې اړه پريکړه وکړه چې د ۶۰مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر امريکايي توليداتو باندې د ۲۵٪، ۲۰٪، ۱۰٪ او ۵٪ په انډولونو اضافي ماليات ولګوي. د دغه تدبير د شروع کېدو وخت به د امريکا د عمل له مخې وټاکل شي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند څرګنده کړه، چين هغه عمل په سليم عقل او سړې سينې سره کوي چې په مختلفو انډولونو به ماليات ولګوي. چين به د امريکا د کړنو سره سم عملونه وکړي او ممکن نور انتقامي تدبيرونه هم ونيسي.

دا ځل چين د خپلو خلکو د ګټو، د تصديو د توانونو او د نړيوال توليدي ځنځير د روانېدو په شمول د عواملو تر پام او غور لاندې په نيولو سره د شمېر او کيفيت له لحاظه انتقامي تدبيرونه نيسي چې ورڅخه سالمه پوهه، سړه سينه او انعطاف منونکی او دقيق اصل څرګندېږي.

لومړی: چين نه يوازې د ټرمپ له ناعاقلانه عمل سره د مقابله کولو لپاره، بلکې د خلکو پر مرکزيت د عمومي تګلارو په پلې کولو سره پر خلکو او تصديو باندې د انتقامي تدبيرونو د منفي اغيزې د کمښت لپاره کوښښ کوي.

دوهم: دا ځل به چين د ۶۰مليارډو ډالرو په ارزښت د امريکا د ۵۲۰۷ ډولونو پر توليداتو باندې په مختلفو انډولونو اضافي ماليات ولګوي. داسې انډولونه د چين د خلکو پر ژوند او د تصديو پر توليد باندې د امريکا د توليداتو د اغيزو له مخې وټاکل شول او موخه يې تر ټيټ حد پر چيني تصديو او د خلکو پر ژوند باندې منفي اغيزې کمې کړي. له دې څخه د انتقامي تدبيرونونو انعطاف منونکې ځانګړتيا څرګندېږي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای