CRI Online

تبصره: لاورينس کودلو امريکا ته د ((کا)) ګولۍ ورکوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-04 17:05:13

د اګست په درېيمه نېټه چين اعلان وکړ چې د سوداګريزو تضادونو د سختوالي په اړه د امريکا د يواړخيزو عملونو په مقابل کې به د ۶۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر امريکايي توليداتو باندې له ۵٪ څخه تر ۲۵٪ پورې اضافي تعرفې ولګوي. د امريکا د سپينې ماڼۍ د ملي اقتصاد کميټې مدير لاورينس کودلو څو خبري رسنيو ته وويل او پکې يې چين ته خبرداری ورکړ چې د سوداګريزو ژمنو د پلې کولو په اړه د ولسمشر ټرمپ توان ته په ټيټه ونه ګوري او امريکا به ژر د چين د ناعادلانه سوداګريزو کړنو په مقابل کې پر چين باندې د فشار اچولو يو ايتلاف جوړ کړي.

د کودلو د يادو خبرو بله مانا دا ده: چين ته ګواښ کوي چې ممکن ټرمپ نور لا شديد تدبيرونه ونيسي. په روانې اوونۍ کې امريکا تهديد وکړ چې دوی به د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د تعرفې انډول له لس سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړ کړي، نو چين مجبور دی چې په وړاندې به انتقامي تدبيرونه ونيسي. د منطق له لحاظه، له دې څخه څرګندېږي چې د سپينې ماڼۍ د تهديد تګلاره هيڅ رول نه شي لوبولی. امريکا په نړۍ کې د ډېر لوی بازار په توګه عادت لري چې د لوی ډانګ په واسطه مسئله حل کړي. خو هيره دې نه شي چې په ۲۰۱۸م کال کې به د چين د پرچون خرڅلاو بازار امريکا ته ورته وي او ښايي د چين بازار د امريکا پر ځای په نړۍ کې د پرچون خرڅلاو تر ټولو ډېر لوی بازار وګرځي، نو د سپينې ماڼۍ غټ ډانګ د چينايانو په وړاندې به هيڅ رول ونه لري.

د چين د سوداګرۍ پرضد د ايتلاف د جوړولو په برخه کې، لاورينس کودلو ويلي چې د سوداګريز تړون د لاسليکولو لپاره د امريکا او اروپا هڅې روانې دي او د اټکل له مخې ښايي لنډه موده وروسته امريکا له مکسيکو سره سوداګريز تړون باندې تمرکز وکړي. د ده په اند، امريکا به د چين د ناعادلانه سوداګريزو کړنو په مقابل کې پر چين باندې د فشار اچولو لپاره يو ايتلاف جوړ کړي چې له اروپايي ټولنې، مکسيکو، جاپان او اسټراليا څخه به عبارت وي. که د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ د نوي تړون په اړه خبرې اترې په عادي توګه تر سره شي، ممکن کاناډا په دغه ايتلاف کې برخه واخلي.

خو مجبوراً وايو، چې د کودلو په خوله د تش په نامه ايتلاف يو پوچ بې مانا خيال دی او حتی ويل کېږي چې هغه امريکا ته د ((کا)) ګولۍ ورکوي. ځکه چې يوازې د وخت له لحاظه، د مختلفو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې خبرې اترې همېشه د څو کلونو لپاره دوام لري، خو د ده په خوله څو اوونۍ کې به پای ته ورسېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای