CRI Online

پر جومات باندې بريدونو کې د ۳۵ وژل شويو کسانو د جنازې مراسم تر سره شول.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-05 15:50:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په ۴مه نېټه د افغانستان په جنوب ختيځه برخه کې د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز ښار د خواجه حسن په کلي کې د هغو ۳۵ وژل شوو کسانو د جنازې مراسم تر سره شول او سلګونو کسانو پکې ګډون کړی و چې يوه ورځ مخکې پر جومات باندې په ځانمرګي بريدونو کې وژل شوي وو. تر اوسه پورې هيچا او کومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې. اوس اړوند تحقيقات روان دي.

افغان حکومت او نړيوالو سازمانونو د دغو بريدونو سختې غندنې وکړې. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د عامو ملکيانو په مقابل کې د ترهګرو جرمونه به د مذهبي بېلتون سبب ونه ګرځي، ځکه چې افغانستان په اسلامي هېوادونو کې د مذهبي عقايدو د همغږۍ يوه نمونه ده. ورته حالات هيڅکله نه شي بدلېدای.

د م م د تازه راپور له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په افغانستان ۱۶۹۲ عام وګړي وژل شوي دي چې دغه شمېر د ۲۰۰۹ کال راپدېخوا تر ټولو ډېر زيات دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای